CRI Online
د اقتصادی نظام

دسوسياليزم بازاری اقتصادی نظام

 

په ١٩٤٩ کال کښی د نوی چين د تاسيس نه وروسته په مخکنيو ديرشو کلونو کښی د چين حکومت تل پلانيز اقتصادی نظام اجرا کړی او د دولت د اختصاصی سازمانونو له خوا په بيلا بيلو ساحو کښی داقتصادی انکشاف په باب اهداف ټاکل شوی و .د دغه ډول نظام د تطبيق په نتيجه کښی که څه هم دچين اقتصاد کولی شی چه د پلان او هدف له مخی په ثابت ډول انکشاف ومومی ، خو هم يی په سخت ډول د اقتصاد حياتی قوه او انکشافی سرعت تړلی دی .

د تيری پيړۍ داوومی لسيزی په پای کښی چين دپلانيز اقتصادی نظام په اصلاحاتو پيل کړی و . په ١٩٧٨ کال کښی چين په کليوالی سيمو کښی د کورنی يونټ سره سم د توليدی ذمه واری سيستم اجرا کړی و ، په ١٩٨٤ کال کښی داقتصادی نظام اصلاحات له کليو څخه ښارونو ته اړول شوی وو ، په ١٩٩٢ کال کښی په چين کښی د سوسياليزم د بازاری اقتصادی سيستم دايجاد په باب اصلاحی جهت ټاکل شوی و .

د ٢٠٠٣ کال په اکتوبر کښی چين د سوسياليزم د بازاری اقتصادی سيستم د بشپړتيا په باب اهداف او وظايف نور هم ښکاره کړی وو .هغوی په دی ډول دی چه دښارونو او کليو تر منځ د انکشاف ، دسيمه ايز انکشاف ، د اقتصادی او ټولنيز ودی ، د انسان او طبيعت تر منځ دهماهنګ انکشاف او دداخلی انکشاف او خارجی ورخلاصون دواحد ترتيب په باب دغوښتنی سره سم د منابعو په توزيع او ترتيبولو کښی د بازارونو لا زيات اساسی رول لوبول کيږی ،د تصديو حياتی قوت او د سيالۍ قوت پياوړی کيږی ، داقتصاد د عمومی کنترول او تنظيم سيستم مکمل او اجتماعی اداره او دعامه خدمت وظيفه بشپړيږی څو چه د يوی نسبتی شتمنی ټولنی د هر اړخيزی ابادۍ دپاره د نظام په برخه کښی زورور ضمانت برابر شی .عمده وظايف يی دا دی چه بايد هغه اساسی اقتصاد نظام بشپړ کړای شی کوم چه دولتی مالکيت د اصلی برخی په توګه رول لوبوی او د ډول ډول مالکيتونو اقتصاد په ګډه سره انکشاف کوی ، د سمه ايز اقتصاد د هماهنګ انکشاف ميکانيزم دی را منځ ته کړای ، داقتصاد د عمومی کنترول او تنظيم سيستم ، اداری سيستم او اقتصادی قانون نظام دی بشپړ کړای شی ، د کار ، د عايداتو د توزيع او د اجتماعی ضمانت سيستم دی مکمل کړای او داقتصاد او ټولنی د پرمخبيولودپاره د مسلسل انکشاف سيستم دی ايجاد کړای شی .

د ټاکلی پلان له مخی به تر ٢٠١٠ کاله پوری په چين کښی نسبتی مکمل سوسياليستی بازاری اقتصادی سيستم جوړ شی ، تر ٢٠٢٠ کاله پوری نسبتی پوخ سوسياليستی بازاری اقتصادی سيستم جوړ شی .


1 2