CRI Online
د پانګه اچولو چاپريال

د اساسی تاسيساتو په باب ابادۍ

  

عمومی سړکونه

چين پراخی خاوری لری او عمومی سړکونه يی هری خوا ته غزيدلی دی .چه په دی جمله کښی ددولت په درجه دلارو دوولس عمده کرښی شاملی دی چه له عالی رتبه و عمومی سړکونو څخه جوړ شوی دی ، نوموړی لوی لاری پنځه ديرش زره کيلو متره اوږدوالی لری او تر اوسه پوری په ټول هيواد کښی اکثره عمده کرښی جوړی شوی دی .

په چين کښی عمومی سړکونه داساسی تاسيساتو د اباډۍ د چټکتيا له مهمو برخو څخه شميرل کيږی ، له ١٩٩٨ کال نه تر ٢٠٠١ کاله پوری په مسلسلوڅلورو کالو کښی د پانګه اچونی حجم له دوو سوو مليارډو ژن مين بی يونو څخه اوښتی و . په ٢٠٠٢ کال کښی د عمومی سړکونو په ابادۍ کښی د درو سوو مليارډو په اندازه پانګی اچول شوی او د اوه شپيته زرو کيلومتروپه اوږدوالی عمومی سړکونه نوی جوړ شوی چه په دی جمله کښی د پنځه زرو اوه سوو کيلو مترو په اوږدوالی پاخه او اساسی سړکونه شامل وو .په ٢٠٠٣ کال کښی د شپږ ديرشو زرو کيلو مترو په اوږدوالی نوی عمومی سړکونه نوی جوړ شول . د ٢٠٠٣ کال ترپايه پوری په ټول هيواد کښی موټرونه د يو مليون اته لکو کيلو مترو په اوږدوالی په عمومی سړکونو باندی تګ او راتګ وکړ چه په دی جمله کښی د پاخه اواساسی سړکونو اوږدوالی څلويښتو زروکيلو مترو ته ورسيد. همدا راز دولت دچين په منځنيواو لويديځو سيموکښی د عمومی سړکونو ابادۍ ته چټکتياورکړی ده چه په نتيجه کښی د نوموړی سيمی دعمومی سړکونو شرايط نسبتا ښه شوی دی .

تر ٢٠٠٨ کاله پوری به په چين کی دلارو دعمده و کرښوسيستم په پوره ډول تر سره شی .په هغه وخت کښی به د بيجينګ او شانګهای ښارونه او د دمرکز حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ټول ښارونه ، ولايتونه ، خودمختاری سيمی او نور لوی ښارونه به د پخو او اساسی سړکونو په واسطه به د لويو عمومی سړکونو سره ونښلوی او د نوموړو ښارونو عمومی شمير به له دوو سوو نه واوړی .

د اوسپڼی پټلی

د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری په چين کښی د اوسپڼی پټليو د حرکت عمومی اوږوالی دری اويا زرو کيلو مترو ته ورسيد چه په دی جمله کښی د غبرګولی کرښو اوږدوالی څه دپاسه شل زرو کيلو ميترو ته رسيدلی دی ،د بريښنا په واسطه دغزيدلو پټليو ا وږدوالی يی اتلسو زرو کيلو مترو ته رسيدلی دی . په چين کښی لومړۍ اورګاډۍ يعنی د کوانګ تونګ نه تر های نان ټاپو پوری اورګاډۍ چه له بحر څخه تيريږی ، د ٢٠٠٣ کال دجنوری په اوومه نيټه په رسمی ډول په کارلويدلی و . له چينګ های نه تر تبت پوری داوسپڼی پټلۍ به چه په نړۍ کښی د بحر له سطحی نه ډير لوړوالی لری ، يوزرو يوسلو دوه څلويښت کيلو متره اوږدوالی ولری ، په ٢٠٠٦ کال کښی تر سره شی .اوس چين له داسی هيوادونو څخه شميرل کيږی چه د نړی د نورو هيوادونو په نسبت د اوسپڼی پټليو په واسطه تر سره شوی ترانسپورتی اندازه يی ډيره زياته ده او يو داسی هيواد هم دی چه دنورو هيدواونو په نسبت ترانسپورتی اندازه يی ډيره زياته ده اود ترانسپورتی تجهيزاتو څخه داستفادی موثريت هم ډير لوړ دی .

د ١٩٩٨ کال د پيل نه راهيسی د چين په زياتو ځايونو کښی د اوسپڼۍد پټليو سرعت څو څو ځله چټک شوی دی چه په نتيجه کښی په يو ساعت کښی داورګاډۍ سرعت په پر له پسی ډول ډ ير چټک شوی دی او زياترو مسافروړونکو اورګاډيو هغه هدف سرته رسولی دی کوم چه د شپی له خوا حرکت کوی او ددوهمی ورځی سهار ټاکلی ځای ته رسيږی .او په دی اثر اوسيدونکی په اسانۍ سره هر ځای ته تللی شی .

بندرونه

دچين په سواحلو کښی بندرونه په عمده ډول د سکرو، کانټينر باروړونکو بيړيو ، داوسپڼی معدنی ډبرو ، غلودانو ، په ژورو اوبوکښی د بحری لارو په شمول دترانسپورتی سيستم دپاره اباد شوی دی ، په تيره بيا د کانټينر باروړونکو بيړيو د ترانسپورتی سيستم په برخه کښی ابادۍ تقويه شوی ده .دچين حکومت دقوتونو په متمرکز کولو سره د دا لی، تين جينګ ، چينګ داو، شانګهای ، نينګ بو ، سيا مينګ او شين جينګ په شمول بندرونوکښی يو شمير دتم ځايونه جوړ شوی دی څو چه د کانټينر باروړونکی بيړۍ د مرکزی بندرونو درامنځ ته کولو دپاره بنسټ کيښودل شی ، د سکرو د ترانسپورتی سيستم ا بادۍ نوره هم تقويه شوی ، د سکرو د ښکته او پورته کولو دپاره يو شمير د تم ځايونه نوی جوړشوی دی او همدا راز دخارج څخه د اومه نفتو او د اوسپڼی دمعدنی ډبرودواردولو دپاره يوشمير د تم ځايونه بيا جوړ او پراخ شوی دی .

د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری دسواحلو په عمده و بندرونو کښی ټول يو زرو اته سوه دتم ځايونه موجود وو چه په دی جمله کښی د لس زرو ټنو په درجه د تم ځايونو شمير پنځو سوو ديرشو ته ورسيد ، دمالونودوړلواو راوړلو اندازه يی يو مليارډو اوو سوو مليونو ټنو ته ورسيده ، په ځينو لويو بندرونو کښی د مالونو د وړلو او راوړلو کلنی عمومی اندازه له سل مليونو ټنو څخه واوښتله ،دشانګهای ، شين جينګ ، چينګ داو ، تين جينګ ،کوانګ جو ، سيا مينګ ، نين بو او دا لی اته بندرونه د نړۍ د پنځه سوو غښتلو او لويو بندرونو کښی درج شوی دی .

ملکی هوانوردۍ

دچين هوايی کرښی د نړۍ په مختلفو براعظمونوکښی خپری شوی دی ، د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوری په چين کښی دهوايی ډګرونو شمير يو سلو څلويښتو ته رسيدلی او دهوايی کرښو شمير يی زرو ته پور ته شوی چه په دی جمله کښی يی يوسلو شپيته بين المللی هوايی کرښی شاملی دی او د ديرشو هيوادونو شپيتو ښارونو ته رسيدلی شی

تيلفونونه

په ٢٠٠٣ کال کښی په چين کښی د ثابتو تيلفونونو د استعمالولو دپاره نه څلويښت مليونه اتيا زر مشتريان نوی زيات شوی وو او د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری يی شمير دوه سوه شپيتو مليونو مشتريانو ته ورسيد چه په دی جمله کښی يو سلو اويا مليونه ښاری مشتريان او دوه نوی مليونه ديارلس زره کليوالی مشتريان شامل وو . په ١٩٨٧ کال کښی په چين کښی د موبايلو مخابراتی چاری پيل شوی دی ، د١٩٩٠ کال نه وروسته يی چټک انکشاف موندلی دی او هر کال يی په سلو کښی په سل سرعت سره وده کړی ده ، په ٢٠٠٣ کال کښی دموبايلو شبکه دچين په ټولو لويو او منځنيو ښارونو او څه د پاسه دوو زرو کوچينيو ښارونو او ولسواليو کښی فعاليت کوی او دموبايلو د استعمالولو دپاره د مشتريانو شمير دوه شپيتو مليونو شپږو لکو نوی زرو ته ورسيد او د ٢٠٠٣ کال ترپايه پوری يی شمير دوه سوه اويا مليونو مشتريانو ته ورسيد او په چين کښی د ثابتو تيلفونونو او موبايلو داستعمالولو دپاره دمشتريانو عمومی شمير پنځه سوو ډيرشو مليونوتنو ته ورسيد او د وړم کال په نسبت يو سلو لس مليونه مشتريان پکښی زيات شول ، په منځنی ډول په هرو سلو تنو کښی دوه څلويښت تيلفونونه موجود وو .

انترنيت

اوس په چين کښی اتيا مليونه تنه له انترنت څخه استفاده کوی . د احصائيی له مخی په چين کښی د هغو اتباعو شمير چه په منځنی ډول په هره اوونۍ کښی لږ تر لږه د يو ساعت دپاره له انترنت څخه استفاده کوی . دامريکی او جاپان په نسبت لږ څه کم دی او په نړۍ کښی دريم مقام نيسی . د ٢٠٠١ کال د دوهمی نيمايی له پيل نه دچين د انترنيت ويب سايت په مسلسل ډول زيات شوی او اوس شمير يی درو لکو ته رسيږی . دليږدونی لوی ظرفيت او لوړ سرعت لرونکی اساسی شبکه جوړه شوی ده کوم چه په ټول هيواد کښی يی ريښی غزيدلی دی .د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری دوړانګی دکيبلونو دلارو عمومی اوږدوالی دوو مليونو اوو لکو کيلو مترو ته ورسيد . په سواحلو او په هغو سيمو کښی چه اقتصاد يی نسبتا پرمختللی دی ، د وړانګی کيبلونه علاقه داريو ، داوسيدونکو ناحيو او ودانيو ته غزيدلی دی او د خبرونو د خپرولو عمده تخنيکی اله ده .اوس د ارقامو د ډايجټ شبکی ، دکمپيوتر د انترنيت شبکی او د ډله ايزو اطلاعاتی وسايلو مخابراتی شبکی په عمده توګه او د عامه دايجټ مخابراتی شبکی په ابتدايی توګه را منځ ته شوی دی چه په سلو کښی په نوی ولسواليو او ښارونو کښی غزيدلی دی او په نړۍ کښی د عامه ډايجت له ډيرو لويو مخابراتی شبکو څخه شميرل کيږی .


1 2 3 4 5 6