CRI Online
د شمال ختيځ چين د زړو صنعتی مرکزونو سمسورتيا

د شمال ختيځ چين د زړو صنعتی مرکزونو سمسورتيا

د چين په شمال ختيځه سيمه کښی زاړه صنعتی مرکزونه په ملی اقتصاد او ټولنيز وده کښی مهم مقام لری ،د پلانيز اقتصاد د تطبيق په دوره کښی په نوموړی ځای کښی دماشينونودجوړونی او د فولادو او اوسپڼی د صنعت په شمول دروند صنعت دچين په اقتصادی ابادۍ کښی ستر خدمتونه تر سره کړی وو .خو له دی کبله چه دشمال ختيځ چين د زړو صنعتی مرکزونو د را منځ ته کيدو وخت نسبتا وختی و ، ځينی صنايع د زوال دوری ته داخل شوی او په بازار کی دسيالۍ قوت يی کم شوی دی ددغو مسئلو د حل او د نويو صنايعو د انکشاف دپاره دچين حکومت پريکړه وکړه چه د شمال ختيځ چين په شمول دزړو صنعتی مرکزونو د تعديل ، اصلاح او سمسورتيا ګامونه چټک کړی.

دچين د صدراعظم وين جيا باو په قول د شمال ختيځ چين دزړو صنعتی مرکزونو دسمسورتيا دپاره به دستراتيجۍ له لحاظه اقتصادی جوړښت تنظيم کړای شی چه پکښی به د صنعت ،مالکيت او ملی اقتصاد د جوړښت تنظيم شامل وی ،دا به د زړو صنعتی مرکزونو د سمسورتيا عمده کارونه وی .،د تصديو دتخنيکی اصلاحاتو تقويه کول به دنوموړو مرکزونو دسمسورتيا مهمه کړۍ وی ،

د هر اړخيز ، هماهنګ او مسلسل انکشاف تر سره کول به د نوموړو مرکزونو د سمسورتيا د ليری نظر پلان او هدف وی ، د استخدام او ټولنيز ضمانت د سيستم د ابادۍ ښه تر سره کول به دنوموړو مرکزونو دسمسورتيا مهم ضمانت وی ، د ساينس ،تکنالوجۍ او پوهنی چارو د ودی چټکتيا به د نوموړو مرکزونو دسمسورتيا مهم شرط وی .

اوس دچين حکومت دشمال ختيځی سيمی په شمول د زړو صنعتی مرکزونو د تعديل او اصلاح په باب د پلانونو په طرح کولو بوخت دی ، د شمال ختيځ چين دری ولايتونه هم د خپلو سيمو د تعديل او اصلاح دپلانونو څيړنه او طرحه کوی .