CRI Online
د خارجه چارو عمومي وضعيت

د خارجه چارو عمومي وضعيت

 

په ١٩٤٩کال کي د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته د نورو هيوادونو سره د چين په روابطو کي نوي پاڼه پرانستل شويده .

له ١٩٤٩کال نه د تيرې پيړۍ د پنځمې لسيزې تر وروستي مودې پوري چين د شوروي اتحاد او نورو سوسياليستي هيوادونو سره سياسي روابط ټينګ کړي او د دوستۍ او همکارۍ مناسباتو ته يي پياوړي کړيدي . وروسته تر هغه وخته چه په١٩٥٥ کال د هندونيزيا په بانګ دونګ کي د اسيا او افريقې غونډه جوړه شوه ، يو شمير اسيايي او افريقايي هيوادونو له چين سره ديپلوماتيک روابط ټينګ کړيدي او تر ١٩٥٦ کاله پوري پنځه ويشتو هيوادونو له چين سره سياسي روابط ټينګ کړيدي .

د تيرې پيړۍ د پنځمې لسيزې له وروستي مودې نه د شپږمې لسيزې تر وروستې مودې پوري چين په وار سره د ګينې ، ګانا ، مالي ، کانګو او تانزانيا سره د دوستۍ تړونونه او د اقتصادي او تخنيکي همکارۍ موافقتنامې لاسليک کړي او د خپلواکي د ګټلو په غرض د اتګولا ، ګيني بيساو ، موزامبيق ، زينبابووي او ناميبيا د خلکو د وسله والو مبارزو او د سپين پوستانو د نژادپرستی سره د جنوبي افريقې د خلکو د مبارزې ملاتړ يي کړي ، د برما ، نيپال ، مغولستان او افغانستان سره سرحدې مسئلې حل کړې او سرحدي تړونونه يي لاسليک کړي ، د پاکستان سره يي د چين د شينجانګ او د پاکستان ترکنترول لاندي د دفاعې سيمې ترمنځ سرحدې تړون امضا کړي او له اندونيزيا سره يي د اوسيدونکو چينايانو د دوه ګونې تابعيت په باب مسئله حل کړيده چه تر ١٩٦٩کاله پوري پنځوسو هيوادونو له چين سره رسمي روابط قايم کړيدي .

د ١٩٧١کال د اکتوبر مياشت د نوي چين په خارجه چارو کي يو تحول کيدونکي ټکی و ځکه چه د ګڼ شمير مخ په انکشافو هيوادونو د ملاتړ لاندي د م م د شپږ ويشتمه عمومي اسامبله کي د ٢٧٥٨ لمر پريکړې په تصويب سره په م م کي د چين د ولسي جمهوريت ټول حقه حقوق اعاده شوي او د ګومين دانګ ګوند نماينده د م م او نورو ټولو سازمانو څخه شړل شويدی . له دي نه وروسته له زياترو لويديځو هيوادونو سره د چين د رسمي روابطو د قايميدو له کبله د نورو هيوادونو سره د چين د روابطو د ټينګيدو دريمه څپه رامنځته شويده .

د تيرې پيړۍ د اومې لسيزې له وروستې مودې نه د اتمې لسيزې تر وروستې مودې پوري د دن شيا پينګ د ديپلوماتيکو افکارو تر لارښوونې لاندي چين د امريکې ، جاپان او لويديځې اروپا سره عادي روابط ټينګ او پراخ کړي ، له شوروي اتحاد سره خپل روابط يي هم ښه کړي او د دريمې نړۍ د هيوادونو سره خپل مناسبات يي په پوره توګه پاوړي کړيدي . دغه راز د خپلو شاوخواوو هيوادونو او ګڼ شمير پرمختيايي هيوادونو سره خپل روابط يي هم ښه او ټينګ کړيدي . د هانکانګ او مکاو د مسئلو د مناسب حل دپاره چين د انګلستان او پرتګال سره د ديپلوماتيکو خبرو اترو له لارې په جلا جلا توګه د١٩٨٤ کال په دسمبر او د١٩٨٧ کال په اپريل کي ددوې سره يو ځاي ګډه اعلاميه خپره کړي او په اعلاميه کي ټاکل شوي چه د ١٩٩٧کال د جولاي په لومړي ورځ د هانکانګ حاکميت او د ١٩٩٩کال د دسمبر په شلمه نيټه د مکاو حاکميت بيرته د چين د ولسي جمهوريت حکومت ورکړي شي .

د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې د پيل نه د ملګري جيانګ ځه مين په مشرۍ د چين د دريم نسل لارښوونکي ډلې د دن شياو پين ديپلوماتيک افکار او ازاد او سوله غوښتونکي ديپلوماتيک سياست په ميراث اخيستی ، د سولې په فضا کي د ګډ ژوند د پنځو ګونو اصولو په بنا يي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو سره د دوستۍ او همکارۍ روابطو ته ټينګتيا او پراختيا ورکړې ده څو چه د بين المللي نويو سياسي او اقتصادي نظمونو د جوړولو بهير ګړندي شي . په دي موده کي چين په وار سره د اندونيزياسره خپل روابط اعاده کړې ، د سينګاپور او بروني او د کوريا د جمهوريت سره يي رسمي روابط قايم کړي او د ويتنام او مغولستان سره يي عادي روابط اعاده کړيدي .

په ١٩٩٦ کال کي رييس جيانګ ځه مين د جنوبي اسيا درو هيوادونو ته سفرونه کړي او مشورو له لاري د چين او هند ، د چين او پاکستان ترمنځ د يوويشتمې پيړۍ دپاره د همکارۍ هراړخيز روابط او د چين او نيپال ترمنځ د دوستۍ او نيک ګاونډيتوب او همکارۍ د نسل په نسل مناسبات ټينګ شويدي . چين په فعاله توګه د اسيا ، افريقې ، لاتينې امريکې او ختيځې او منځني اروپا د هيوادونو ، د صحرا په جنوب کي د افريقايي هيوادونو سره خپل روابط نورهم ټينګ او پياوړي کړيدي ، د لاتينې امريکې د هيوادونو سره د چين روابط په پر له پسي تقويه شوي دي ، تر مودې پوري د لاتينې امريکې نولسو هيوادونو د چين سره رسمي مناسبات ټينګ کړيدي ، دغه راز هغه هيوادونه چه له چين سره يي رسمي روابط ندي ټينګ کړي ، هم فکر کوي چه د چين سره رسمي روابط قايم کړي .

نوي پيړۍ ته دانسانانو د داخليدو عمده نښه دا ده چه د نړۍ د څو قطبي کيدو ، د اقتصاد د جهاني کيدو بهير د پرمختګ په حال کي دي . چين په نړۍ کي داسي پرمختيايي هيواد دی چه نفوس تر ټولو زيات دی . د چين ترقي نړۍ ته او نړيوال پرمختګ چين ته اړتيا لري . چين صادقانه هيله لرې چه په سوله کي د ګډ ژوند د پنځو ګونو اصولو په بنا د ټولو هيوادونو او سيمو سره خپله همکاري نژدي کړي څو چه په ګډه سره ترقي او سمسورتيا ومومي .