CRI Online
د چين ديپلوماتيک سياست

د چين ديپلوماتيک سياست

 

چين په ټينګ عزم سره أزاد او سوله غوښتونکي سياست چلوي او ددې سياست اساسي هدف د چين د خپلواګۍ ، حاکميت او د خاورو تماميت ساتل دي څو چه د چين د اصلاح او ورخلاصون د پاليسي د تطبيق او د چين د عصري کيدو د چارو دپاره غوره بين المللي چاپيريال برابر شي ، نړيواله سوله وساتل شي او ګډه ترقي وموندل شي . ددي سياست عمده محتويات دا دي :

چين د تل دپاره د خپلواکۍ او أزادۍ د پرينسيپ پروي کوي ، له هيڅ لوي قدرت يا دولتي ډلې سره اتحاديه نه جوړوي ، د نظامي ګروپ د جوړولو ، د تسليحاتي مسابقې او نظامي توسعې او پراختيا څخه لاس اخلي .

چين له باداري غوښتني سره مخالفت کوي او نړيواله سوله ساتي او ادعا کوي چه هيوادونه که لوي وي يا کوچني ، که قوي وي يا کمزوري ، که شتمن وي يا غريب ، ټول د بين المللي ټولنې يو مساوي غړی دی . د هيوادونو ترمنځ شخړي يا کشاله بايد د مشورې له لارې په سوله ايز ډول حل شي ، نشي کيداي چه زوراستعمال کړي يا د زور په واسطه بل ته تهديد ورسوي ، دغه راز د نورو په کورنيو چارو کي د لاس وهني دپاره کومه پلمه استعمال کړي .

چين په فعاله توګه د عدالت او معقوليت په بنا د نوي بين المللي سياسي او اقتصادي نظمونو د جوړولو دپاره کوشش کوي . په سوله کي د ګډ ژوند پنځه ګونه اصول اود بين المللي روابطو په باب نور منلي قوانين بايد د نوموړو نظمونو د جوړولو بنسټ دی .

چين غواړي چه د حاکميت ، زمکني تماميت او بشپړتيا د متقابل احترام ، د تيري نه کولو ، د يو بل په کورنيو چارو کي د لاس نه وهلو، د متقابلو ګټو په بنا د مساوات او په سوله کي د ګډ ژوند د پنځو ګونو اصولوپه اساس د ټولو هيوادونو سره د دوستۍ او همکارۍ روابط ټينګ او پراخ کړي.

چين خارج ته د خپلې دروازې د پوره خلاصون پاليسي چلوي او غواړي چه د مساوات او متقابلو ګټو په بنا د بيلا بيلو هيوادونو او سيمو سره تجارتي راکړي ورکړي ، اقتصادي او تخنيکي همکاري او علمي او کلتوري تګ راتګ پراخ کړي څو چه ګډه ترقي ومومي .

چين په څو اړخيزو ديپلوماتيکو فعاليتونو کي فعاله برخه اخلي او د نړيوالې سولې او سيمه ايز استقرار د ساتلو په ساحه کي قوي قوت دی .

د نوي چين د تاسيس د پنځوسو کالو راهيسې د چين د خارجه چارو پاليسي د يو لړ تحکيم ، تنظيم او پرمختګ له برکته نوره هم بشپړه شوه او د چيني خصوصيت لرونکي ديپلوماتيک سبک رامنځته شو . د راتلونکي په نظر کي نيولو سره به د نړي د څو قطبي کيدو او د اقتصاد د نړيواليتوب سير پرمخ بوزي او بين المللي روابط د ژور تنظيم په حال کي دي .د سولې غوښته ، د همکارۍ لټونه او د پرمختګ چټکتيا د بيلا بيلو هيوادونو د خلکو ګډه أرزو ده . د نوي او زړې پيړۍ په تحول کي زمونږ د هيواد خارجه چارې هم له فرصت سره هم له چلينج سره مخامخ دي .مونږ بايد خپل ويښتوب وساتو او فرصت يي ونيسو او له چلينج سره دي مقابله وکړو څوچه زمونږ د خارجه چارو دپاره نوي وضع پرانيزو او د نړيوالې سولي او پرمختګ دپاره دي خپل خدمتونه سر ته ورسوو .