CRI Online
بين المللی سازمان او چين

د جنوب ختيځې اسيا د هيوادونو د اتحاد او چين

 

د جنوب ختيځې اسيا د هيوادونو اتحاد پخوا د جنوب ختيځې اسيا اتحاد و چه د ١٩٦١کال د جولاي په يو ديرشمه نيټه تاسيس شو . د ١٩٦٧کال د اګست په مياشت کي اندونيزيا ، تايلند ، سينګاپور ، فليپين او ماليزيا په بنکاک کي د يوې اعلاميې په خپرولو سره په رسمي توګه د جنوب ختيځې اسيا اتحاد جوړ کړ او ورپسې ماليزيا ، تايلند او فليپين پريکړه وکړه چه ددي اتحاد په ځاي د جنوب ختيځې اسيا د هيوادونو اتحاد ونيسي .

د دې اتحاد هدف

د مساوات او همکارۍ د روحيې سره سم د سيمې د اقتصادي پرمختګ ، ټولنيزې ترقۍ او کلتوري سمسورتيا دپاره ګډ کوشش

دعدالت ، د هيوادونو ترمنځ د روابطو د پرينسيپ او د م م د منشور مراعات او د سيمي د سولې او ثبات ټينګتيا

د اقتصادې ، ټولنيزې ، کلتوري ، تخنيکي او علمي همکارۍ نژديوالي او يو دبل سره مرسته

په تعليمي ، مسلکي ، تخنيکي او اداري روزنې او څيړونکو تاسيساتو په باب متقابله مرسته د کرنې او صنعت د پوره پرمختګ ، د سوداګرۍ د پراختيا ، د حمل و نقل د چارو د ښه والي او د خلکو د ژوندانه د سويې د لوړوالي په ساحو کي لا موثره همکاري

د جنوب ختيځې اسيا د مسئلو په باب د څيړنې پياوړتيا

له هغو بين المللي او سيمه ايزو سازمانونو سره چه مشابه مرام او هدفونه لري ، د متقابلو ګټو په بنا د همکاري د نژديوالي ساتنه او د همکارۍ د لا نژديوالي د لاري لټونه

غړي

تر اوسه پوري د برونې ، کمبوديا ، اندونيزيا ، لاوس ، ماليزيا ، ميانمر ، فليپين ، سينګاپور ،تايلند او ويتنام لس هيوادونه په دي اتحاد کي شامل دي .

د چين سره روابط

چين ددي اتحاد د ټولو غړو سره سياسي روابط ټينګ کړي او په ١٩٩٦کال يي ددې اتحاد د هراړخيز همکارۍ د هيواد په توګه ومنل شو .


1 2 3 4 5