اصلي موضوعات لرونکي سفرونه
د ١٩٩٢ کال نه راهيسي ددې دپاره چې بهرنيو سياحانو ته د چين د توريستي منابعوپه باب معلومات ورکړي شي د چين ددولتي توريستي رياست لخوا په پر له پسي توګه د بيلابيلو محلي دودونو او رواجونو په لرلو سره په اصلي موضوعات لرونکي سفرونو ﻻس پوري شوي او ورسره مربوط توريستي فعاليتونه ترسره شوي ، عمده توريستي ﻻرې ټاکل شوې او يو لړ مساعد تدبيرونه غوره شوي دي ٠،
د چين ملت ٥٠٠٠ کاله تاريخ لري ، چينايان زيارکښ او زړه ورخلک دي چېځانګړي خالص اود مهرباني نه ډک عنعنات او ښه اخلاق لري ٠او د خپل ژوندانه ځانګړي طرزالعمل، د ډوډۍ د خوړلو عادتونه او ولسي رسم رواج لري ٠ د چينايانو رنګارنګ او په زړه پوري ژوند د چين د کلتور يوه مهمه برخه تشکيلوي په عين وخت کې د کلتوري سفر دپاره يوه عمده منبع شميرل کيږي ٠
د چين د خلکو ژوند ختيځ خصوصيت لري ، د خلکو د استوګنځيو ، خوراکونو ، کاليو ، ساعتيريو ، د جشنونو او نورو ساحو څخه د چين د ملت ښه معنوي اخلاق او احساسات څرګنديږي ٠ د اصلي موضوع لرونکي سفرونو د رامنځته کيدو مقصددا دی چې بهرني سياحال د خپل سفر له ﻻرې د چين د ټولنې ، د خلکو د ژوند او د چينايانو د غوره کلتور سره بلديت پيداکړي ٠
١٩٩٢ کال د دوستانه سيل په نامه کال ٢٠٠٠ کال د چين د نوي پيړۍ د راتګ دپاره سفر
١٩٩٣ کال د چين د ښکلو طبيعي منظرو د سيل سفر ٢٠٠١ کال په چين کې د ورزش او سپورت دپاره سفر
١٩٩٤ کال د چين د پخوانيو او قديمي اثارو او ځايونو د ليدنې کتنې سفر ٢٠٠٢ کال د چين د فولکلوري هنر د کتنې سفر
١٩٩٥ کال د چين د قومي دودونو او رواجونو د معلومولو دپاره سفر ٢٠٠٣ کال د چين د خوراکونو د پخيدو مشهورو ځايونو ته سفر
١٩٩٦ کال په چين کې د ساعتيري دپاره سفر ٢٠٠٤ کال
د چين د عامو خلکو د معلوماتود ترلاسه کولو دپاره سفر
١٩٩٧ کال چين ته د سفر په نامه کال
١٩٩٩ کال د چين د ايکولوژيکي چاپيريال د سيل دپاره سفر
|