CRI Online
ښکلی چين

د چين د ښکلو او په زړه پوري منظرو څخه خونداخيستل

 

چين يو غني توريستي منابع لرونکي هيواد دی او ډير ښکلي طبيعي منظرې لري ٠لوړ غرونه ، اوږده سيندونه ، خړوبې ، تيندکې ، فوارې او پخواني عنعنوي ساختماني هنر ، د حيرانتيا وړ حيوانان او نباتات او بي شميره د ليدو وړ ځايونه او تاريخي اثارليدل کيږي ، طبيعي او کلتوري منظرې سره يو ځاي شوي او بي شمپره سياحان ځانته راجلبوي ٠ تراوسه پوري په چين کې ٢٩ ځايونه د ملګرو ملتو د يونيسکو د سازمان لخوا د نړيوالو ميراثونو په ليست کې درج شوي دي چې له دې جملې څخه درې طبيعي ميراثونه ، ٢١ کلتوري ميراثونه او د طبيعي او کلتوري ميراثونو سره يوځای شوي څلور ځايونه دي له نوموړو زياتو طبيعي او کلتوري ميراثونو څخه د چينايانو عقل او زيارونه څرګنديږي ٠

پرته له نوموړو ځايونو څخه په چين کې ښکلي منظره لرونکي او ژور کلتوري معني لرونکي ځايونه هم بيشميره دي ، سياحان کولي شي چې د دغو ځايونو څخه د چين ښکلي او په زړه پوري طبيعي منظرې او د چين لرغوني تمدن احساس کړي


1 2 3 4