د چبن د غذا د سلسلې په باب معلومات
د چين غذا د پخولو په برخه کې زيات ډولونه لري چې له دې جملې څخه د چين د شان دونګ ، سي څوان ، ګوانګ دونګ ، فوجيان ،جيانګ سو ، جې جيانګ ، خونان او ان خوي ولايتونو خواړه ډير مشهور او ځانګړي خصوصيت لري او د چين د ټولو خلکو لخوا منل شوي دي ٠ دا په چين کې د خوړو د پخولو اته لويې سلسلې دي
د يوې غذا د سلسلې رامنځته کيدل د دې غذا د اوږد تاريخ او د پخولو د ځانګړي خصوصيت سره نژدې اړيکې لري ٠ په عين وخت کې هغه د سيمې د طبيعي جغرافيې ، د اقليم د شرائطو ، د طبيعي منابعواو محلي توليداتو ، د ډوډۍ د خوړلو د عادت سره اړه لري ٠
|