CRI Online
د ملی اقليتونو مهم اخترونه

د چين د ملی اقليتونو مهم اخترونه

 

د چين د ملی اقليتونو اخترونه زيات دی او تقريبأ هر قوم ځانګړی مهم اختر لری٠ مثلأ د تبتی جنټرۍ نوی کال ، د ٌ دای ٌ د قوم د اوبو شيندلو اختر، د ٌ يی ٌ د قوم د مشعل اختر ، د ٌ بای ٌ د قوم د دريمې مياشتې بازار، د ٌ جوانګ ٌ د قوم د سندرو ويلو بازار، د مغولی قوم د نادام غونډه او داسی نور٠ د چين ځينو محلی حکومتونو هم د ملی اقليتونو اخترونه د محلاتو د قانونی اختر په توګه ټاکلی دی٠ مثلأ د تبتی جنټرۍ نوی کال ، د مسلمانانو لوی اختر او داسی نور٠

لوی اختر

لوی اختر د ټولې نړۍ د مسلمانانو ګډ اختر دی، د چين د هوۍ، ويغور، قزاق، ازبک، تاجک، تاتار، قرغز، سالار، تونګ شيانګ او باو ان د لسو مسلمانو قومونو خلک هم د نورو هيوادونو د مسلمانانو په شان دا دروند اختر تيروی او د اختر د نمانځنې شکل يی هم د نړۍ له مسلمانانو سره توپير نه لری٠

کوچنی اختر

د چين د لسو مسلمانو قومونو هيوادوال هم د نړۍ د مسلمانانو په شان کوچنی اختر تيروی او د دی اختر د نمانځنی شکل يی له خارجی مسلمانانو سره توپير نه لری٠

د تبتی جنټرۍ نوی کال

د تبتی جنټرۍ نوی کال د چين د تبتی قوم تر ټولو دروند او له ښادۍ څخه ډک اختر دی٠ د دی اختر د نمانځنې فعاليتونه عمومأ د تبتی جنټرۍ د لومړی مياشتې له لومړی ورځې څخه تر پنځلسمې نيټې پوری دوام لری٠ د نوی کال په لومړی ورځ کښی تبتی ځوانان د ښکلی کاليو په اغوستلو سره يو بل ته مبارکی وايی او د نيکمرغۍ هيله څرګندوی٠ دغه راز تبتيان په معبدونو کښی د عبادت فعاليتونه هم کوی او ډله په ډله په واټونو کښی سندرې وايی او نڅا کوی، خو د خپلوانو او دوستانو کورونو ته نه ځی ٠

( عکس : د تبتی نوی کال د نمانځنې په فعاليتونو کښی د اسونو د سپرلو نمايش )

 

د ٌ نادام ٌ غونډه

د ٌ نادام ٌ غونډه د چين په داخلی مغولستان، ګان سو ، چينګ های او شينجيانګ کښی د مغولی قوم د هيوادوالو عنعنوی اختر دی او د هر کال په جولای يا اګيست کښی نمانځل کيږی٠ ٌ نادام ٌ په مغولی ژبه کښی د ښادۍ او لوبې معنی لری ٠ د نادام غونډه لرغونی تاريخ لری٠ پخوا د نادام د غونډې په موده کښی د اسلافو د عبادت فعاليتونه پرځای کيدل او لامائيانو د مذهبی مراسمو په جوړولو سره له ارباب الانواعو څخه غوښتنه کوله چه د خلکو دپاره بدمرغۍ ليری کړی٠ اوس د نادام د غونډې عمده فعاليتونه د غيږنيوۍ، د اسونو د ځغلولو او د غشی د ويشتلو په شمول له عنعنوی قومی سپورتی لوبو څخه عبارت دی او په ځينو ځايونو کښی د اتليتيک ورزش او د واليبال او باسکتبال لوبې هم پرځای کيږی ٠