CRI Online
د مذهبونو حالات

د چين د مذهبونو حالات

 

په چين کښی زيات مذهبونه شته او د چين متدينان په عمده توګه پر بوديزم ، تاويزم، د اسلام پرمبارک دين ، کاتوليک او مسيحيت باندی عقيده لری٠

د نامکمل احصائی له مخی، اوس په چين کښی څه دپاسه سل مليونه بيلا بيل متدينان ، د مذهبی فعاليتونو څه دپاسه پنځه اتيا زره ځايونه، څه نا څه دری لکه مذهبی کارکوونکی، څه دپاسه دری زره مذهبی ټولنې او څلور اويا مذهبی ښوونځی شته٠

په چين کښی د مذهبونو ملی ټولنې په دی ډول دی : د چين د بوديزم ټولنه، د چين د تاويزم ټولنه ، د چين اسلامی ټولنه، د چين د کاتوليک وطن پرسته ټولنه، د چين د کاتوليک د اسقفانو ډله ، د چين د مسيحيت د وطن پرست نهضت کميټه او د چين د مسيحيت ټولنه ٠ بيلا بيلې مذهبی ټولنې د خپل منشور له مخی مشران او لارښوونکی ارګان انتخابوی، په خپلواکه توګه د مذهبی چارو اداره کوی او د خپلې اړتيا له مخی مذهبی ښوونځی جوړوی، مذهبی شرعيات چاپوی او صادروی ، مذهبی مجله چاپوی او ټولنيزې عام المنفعه چارې اجرا کوی٠


1 2