CRI Online
د مذهبی پاليسی او تګ راتګ

له خارجی هيوادونو سره د چين د مذهبی حلقې تماسونه او تګ راتګ

 

بوديزم ، د اسلام مبارک دين ، کاتوليک او مسيحيت د خارجيانو لخوا چين ته خپاره شويدی ، دغه مذهبونه ټول نړيوال دينونه دی ، په بين المللی صحنه کښی مهم مقام لری او په زياتو هيوادونو او سيمو کښی ډير زيات پيرويان لری٠ ځينی مذهبونه په يو شمير هيوادونو کښی دولتی مذهب ګڼل کيږی٠

د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته له خارج سره د مذهبی حلقې تماسونه او تګ راتګ په پر له پسی توګه انکشاف مومی٠ د چين بيلا بيل مذهبونه د خارجی هيوادونو له مربوطو مذهبونو سره پراخ تماسونه او تګ راتګ ساتی ٠ مثلأ د چين د بوديزم حلقه کله کله له تائيلنډ، د کوريا د جمهويت ، جاپان ، ميانمر ، سريلانکې ، ويتنام او نورو شاوخوا هيوادونو سره ولسی مذهبی تګ راتګ کوی٠ له وروستيو څو کالو راهيسی د بودايی عاښونو خاکستر په تائيلنډ ، ميانمر او سريلانکه کښی تر قربانی لاندی راوستل شو او د تائيلنډ مذهبی حلقې د چين د تبت د مذهبی حلقې سره د بودايی پوهې د منظيمې تبادلې ميکانيزم هم جوړ کړيدی٠

برسيره پر دی د لويديځې اروپا او شمالی امريکا د ځينو هيوادونو په بلنه د چين بيلا بيلې مذهبی ټولنې هم څو څو ځله د هئيتونو په ليږلو سره هغو هيوادونو ته مسافرت کړی چه په نتيجه کښی يی د محلی مذهبونو په باب معلومات اخيستی او د دغو هيوادونو خلک يی د چين پر مذهبی چارو باندی پوه کړيدی ٠


1 2