CRI Online
د لرغوني ساختمان لنډ معلومات

د چين د لرغوني ساختمان لنډ معلومات

ساختمان د منجمد شوې موسيقي په نامه شهرت لري او د بشري تمدن څخه يوه مهمه برخه ګڼل کيږي .د چين لرغوني ساختماني سبک په عمده توګه د لرګيني ودانۍ دی چه د چين د لومړني لوي قوم د هان قوم لخوا جوړ شوی دی ، دغه راز د چين د بيلا بيلو ملي اقليتونو غوره ساختماني سبکونه هم پکي شامل دي . دغه ساختماني سبکونه د چين دعنعنوي کلتور په ځمکو کي وده ، پرمختګ او پاخه شوي او د قبل ميلاد د دوهمې پيړۍ نه نيولې د نولسمې پيړۍ تر نيمايي پوري په مستقيل او تړل شوي سيستم بدل شويدی ، نو د زيبايي شناسي له لحاظه ډير عالي ارزښت او هنري سويه لری او ژورې انساني ضمني معنې ګانې پکي ذخيرې شويدي .

د چين لرغوني ساختماني هنر په نړۍ کې داسي هنري سيستم دی چه د ادامې موده يي ډيره اوږده ، د خوري وري ساحې يي ډيرې پراخې دي او سبک يي ډير څرګند دی او د جاپان ، کوريا او ويتنام په لرغوني ساختمانې سبکونو باندي يي مستقيمه اغيزه اچولي او د اوولسمې پيړۍ نه وروسته يي په اروپايي ساختماني سبکونو باندي هم اغيزه اچولي وه .

چين داسي هيواد دی چه ساحې يي ډيرې پراخې او قومونه يي ډير زيات دي ، نو په لرغونې زمانه کې چينايانو د بيلابيلو طبيعې اوجغرافيايي زمينو سره سم داسي ودانۍ جوړي کړيدي چه ساختمان او هنري سبکونه يي بيلا بيل وو . مثلا د شمالي چين د ژيړ سيند په حوضه کې د يخنۍ ، باد او واورو په ضدد لرګيو او خاورو په واسطه کورونه جوړيدل ، خو په جنوبي چين کي د کورونو د جوړولو دپاره د لرګيو او خاورو نه پرته بانسونه هم استعماليدل او په ځينو ځايونو کي د هوا د تهويې او د رطوبت د مخنيوي دپاره د کورونو په لاندنيو برخو کې د کټارو په شکل خالي کوټې جوړيدلې ، برسيره پردې په غرنيو سيمو کي خلکو د ډبرو په واسطه کورونه جوړول او په ځنګلونو کې يي د څاه په شکل ودانۍ جوړولې .

د چين د لرغوني ساختمان انکشافي بهير په جلا جلا توګه د درو ځلو دپاره يعني د چينګ او هان ، سوي او تان ، مين او چينګ په سلسلو کي اوج ته رسيدلی و چه په همدغو درو مرحلو کې يو ګډ خصوصيت دا و چه ډيرې زياتې لويي ودانۍ لکه ماڼۍ ، مقبرې ، پايتختونه ، دفاعي استحکامات او د اوبو لګولو پروژې جوړې شوي وې او له ساختماني شکلونو او موادو لحاظه ډيرې اغيزه منې دي ، مثلا د چينګ يعني د چين په لومړنې فيوډالي سلسله کي ددې سلسلي د لومړنې امپراطور مقبره او لوي ديوال ، د سوي په سلسله کي د جاو جو پل ، د مين او چينګ په سلسلو کې امپراطوري ماڼۍ او داسي نورې ودانۍ نړيوالو ته د چين د لرغوني ساختماني هنر ځانګړی زړه وړونکی قوت څرګندوي .

مګر د زياتو کلونو د باد او باران د ويجاړيدو او د جګړو د اور د سوزيدو په اثر يو شمير لرغوني ودانۍ په چين کې له منځه تللي او هغې لرغونې ودانۍ چه مونږ ليدلی شو ، زياتره د اومې لسيزي راهيسي جوړي شويدي .


1  2  3  4  5  6