CRI Online
د چي په عالي مدرسو کې خارجي محصلين

په چين کې د خارجي محصلينو تحصيلات

د وروستيو کلونو راهيسي له دي امله چه د چين د اقتصاد پرمختګ سرعت ډير چټک شوی او بين المللي حيثيت يي ورځ په ورځ لوړيږي ، نو ډير زيات بهرني محصلين راجلبيږي چه د لوړو تحصيلاتو دپاره چين ته راشي . اوس په چين کې اوه اويا زره تنه خارجي زده کوونکي شته چه په سلو کي نوي برخه په خپلو پيسو خپل تحصيلات سر ته ورسوي . دوي زياتره د کوريا د جمهوريت ، جاپان ، امريکي ، ويتنام ، اندونيزيا ، تايلند ، جرمني ، روسيې ، نيپال ، فرانسې ، استراليا ، او ماليزيا په شمول د يو سلو اوياو هيوادو او سيمو څخه راځي .

خارجي محصلين په چين کي عمومأ د چيني ژبې ، کلتور ، تاريخ او چيني بوټو او درملو په شمول د چين ځانګړو تخصصي څانګو څخه زده کوي ، دغه راز د وروستيو کلونو راهيسې دوي هم د حقوقو ، ماليې او اقتصاد ، محاسبې او د انجنيري او فيزيک د تخصيصاتو زده کړه کوي .

چين هم د زيات شيمر بهرنيو محصلينو د راجلبولو دپاره لازم تدبيرونه نيولي او نيسي يي مثلا خارجي محصلينو ته اجازه ورکوي چه د پوهنتونونو نه په بهر کي د معمولي چينايانو په کورونو کې اوسيږي څو چه دوي وکولي شي لا زيات شمير معمولي چينايان وپيژني او د چين په باب لا زيات معلومات لاس ته راوړي . دغه راز د فوق اليسانس د علمي درجي د تر لاسه کولو په دوره کي چينايي استازان خارجي محصلينو ته د درس ورکولو په وخت کي انګليسي او چيني ژبې استعمالوي څو چه هغه خارجي محصلين راجلب کړي چه د چيني ژبي سويه يي نسبتأ لوړه نه ده .

د نامکملې احصايي لمخې د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه تر اوسه پوري د هغو خارجي محصلينو شمير چه په چين کي لوړ تحصيلات يي تر سره کړيدي ، له شپږو لکو ديرشو زرو تنو څخه اوښتی دی چه دوي د يو سلو اوياو هيوادو او سيمو پوري اړه لري او اوس د خپل هيواد د أبادۍ او پرمختګ دپاره خدمت کوي او له چين سره د خپل هيواد د راکړي درکړي او همکارۍ د نژيوالي دپاره مهم رول لوبوي .


1  2  3