CRI Online
د محيط ساتنی په باب هدفونه

چين د چاپيريال د ساتنې اهداف

د چاپيريال د ساتنې په هکله د چين له خوا د ټاکل شويو اهدافو سره سم تر ٢٠٠٥ کاله پوري د چاپيريال ککړتيا به کمه شي ، د ايکولوژيکي چاپيريال د خرابيدو تمائل به تر ابتدايي کنترول لاندې راشي ، د ښارونو او کليو د چاپيريال کيفيت په تيره بيا د لويو او منځنيو ښارونو او مهمو سيمو د چاپيريال کيفيت به ښه والي ومومي او د سوسياليزم د بازاري اقتصاد په مطابقت د چاپيريال د ساتنې قانون ، اړوندې پاليسۍ او د اداري سيستم به مکمل او بشپړ شي ٠

په ٢٠٠٥ کال کې د سلفر د دوه اکسيد ، لوګې ، صنعتي ګرد او پوډر او د ککړ شويو موادو په ګډون د عمده و ککړ شويو شيانو د ايستنې اندازه د ٢٠٠٠ کال په نسبت به په سلو کې لس کمه شي او د اسيد باران او د سلفر دوه اکسيد د کنترول په سيمه کې به د نوموړو موادو د ايستنې اندازه د ٢٠٠٠ کال په نسبت په سلو کې شل کمه شي ٠

ددي له پاره چه د چاپيريال د ساتنې هغه اهداف ترسره شي چه د چين د اقتصاد او ټولنې په لسم پنځه کلن پلان کې ټاکل شوي ، د نوموړي پلان د اجراکيدو په دوره کې د ټول هيواد د چاپيريال د ساتنې له پاره به اوه سوه مليارډه ژن مين بي يوانه په کار وي چه دا به د همدي مودي د دولت د داخلي توليدي عمومي ارزښت نه په سلو کې يو اعشاريه دري برخه ونيسي ٠


1  2