د چين د چاپيريال او انکشاف په اړه د بين المللي همکارۍ کميټه
په ١٩٩٢ کال کې د چين د حکومت په منظورۍ د چين د چاپيريال او انکشاف په اړه د بين المللي همکارۍ کميټه جوړه شوې ده ٠ دغه کميټه يو عالي رتبه بين المللي مشورتي سازمان ګڼل کيږي ٠ د دغې کميټې رئيس د چين د دولتي شورا د مشر په غاړه ده ( اوسني رئيس يي د چين د دولتي شورا د صدراعظم مرستيال ځن پي يان دي ) د نوموړي کميټې عمده دنده دا ده چه د چين د چاپيريال او انکشاف په ساحو کې د اړوندو مهمو او اضطراري مسئلو په نسبت پاليسۍ او پيشنهادونه وړاندي کړي ٠ د نوموړي کميټې غړي د چين د دولتي شورا د بيلا بيلو اړوندو وزارتونو د وزيرانو يا مرستيالانو ، د چاپيريال د ساتنې په هکله د هيواد د ننه او د باندې د اړوندو کارپوهانو ، پروفسرانو او د نورو هيوادو د وزيرانو او د بين المللي سازمانونو د مشرانو څخه عبارت دي ٠
د چين د چاپيريال او انکشاف د بين المللي همکارۍ د کميټې د انترنيت پته : http://www.cciced.org
|