CRI Online
د محيط ساتنی په باب سازمانونه

د چين د چاپيريال د ساتنې صندوق

د چين د چاپيريال د ساتنې صندوق ( سي يي پي ايف ) د ١٩٩٣ کال په اپريل کې جوړ شو ٠ دغه سازمان په چين کې داسي لومړني غير حکومتي سازمان دي چه ګټې نه اخلي او د حقوقي شخص حيثيت يي لري او په خاص ډول دچاپيريال د ساتنې په کارونو لاس پوري کوي ٠ د دغه سازمان اساسي اصول دا دي چه د خلکو له لارې خلکو ته نيکمرغۍ ورسول شي ، يعني د بيلا بيلو لارو او شکلونو له لارې پيسې راغونډې شي او د دغو پيسو په واسطه د چاپيريال د ساتنې اړوندو فعاليتونو له پاره مرستې برابر کړي او د چاپيريال د ساتنې په ساحه کې د چين او نړۍ ترمنځ تخنيکي تبادلې او همکارۍ پرمخبوزي څو چه د چاپيريال د ساتنې د ادارې ، علمي څيړنې ، پوهنې ، د اړوندو پرسونلو د روزنې ، د چاپيريال د ساتنې صنعتي چارو او له بهرنيو هيوادونو سره د اړوندو فعاليتونو په ګډون د چاپيريال د ساتنې چارو ته پراختيا ورکړي شي ٠

د چين د چاپيريال د ساتنې د صندوق ا نترنيت پته دا ده :http://www.cepf.org.cn/


1  2  3  4  5  6  7