CRI Online
بين المللی همکارۍ

د چاپيريال په هکله بين المللي همکارۍ او تبادله

چين د نړۍ د ډير لوي پرمختيايي هيواد او د چاپيريال د ساتنې د لوي هيواد په توګه د چاپيريال د ساتنې په بين المللي صحنه کې ډير مهم رول لوبولي او لوبوي يي ٠ چين په فعاله توګه د ګردې کرې په بهير کې د چاپيريال د ساتنې په ديپلوماتيکو فعاليتونو کې حتمي خدمتونه تر سره کړي او د نړۍ د چاپيريال او انکشاف په ساحه کې يي مثبت رول لوبولي دي ٠

په ١٩٧٢ کال کې د چين حکومت د هيات په ورليږلو سره په ستاکهولم کې د بشري چاپيريال په باب نړيواله غونډه کې برخه اخيستي ده ٠ په ١٩٩٢ کال کې د صدراعظم لي پونګ په مشرۍ د چين حکومتي هيات په ريودژنيرو کې د چاپيريال او انکشاف په باب نړيواله سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او تر ټولو نه لومړي د هوا د بدلون په ابتدايي کوانسيون او د طبيعي موجوداتو د ډولونو په باب کوانسيون کې يي امضا وکړ ه چه نوموړو عملونو د بين المللي ټولنې لوړه قدراداني حاصله کړې ده ٠ د ٢٠٠٢ کال د اګيست په مياشت کې د صدراعظم جو ژونګ جي په مشرۍ د چين حکومتي هيات په جوهانسبورګ کې د دوامدارې پرمختيا په باب نړيواله سرمشريزه غونډه کې برخه اخيستې او په کي يي اعلان وکړ چه د کيوتو پروتوکول د چين د حکومت له خوا منظور شوي دي او د بين المللي ټولنې پراخه ستاينه يي حاصله کړې ده ٠

د چاپيريال په بين المللي غونډه کې او د اړوندو بين المللي کوانسيونونو په باب خبرو اترو کې چين تل تر تله د ګردې کرې د چاپيريال د ساتنې پر دريځ او هغه اصولو باندې ټينګار کوي چه پرمختيايي او پرمختللي هيوادونه ټول بايدپه ګډه سره اړونده دنده په غاړه واخلي ٠ چين په کلک سره د پرمختيايي هيوادونو پر خوا ولاړ دي او د چاپيريال په ساحه کې له باداري غوښتنې او د چاپيريال د مسئلې په پلمه په نورو هيوادونو کې د لاس وهنې سره ڼينګ مخالفت کوي ٠ د تاريخ او واقعيت له نظره پرمختللي هيوادونه ټول د چاپيريال د مسئلې د رامنځته کولو په هکله عمده مسؤليت لرونکي دي او پرمختيايي هيوادونه مصيبت ځپلي هيوادونه دي ٠ نو په دي نسبت پرمختللي هيوادونه دي تر ټولو نه لومړي تدبيرونه غوره کړي او د ګردې کرې د چاپيريال د ساتنې په عملياتو کې د پرمختيايي هيوادونو د برخې اخيستنې له پاره مرستې برابري کړي ٠

بر سيره پر دي د چاپيريال د ساتنې په هکله د بيلا بيلو هيوادونو غير حکومتي سازمانونو لکه د نړۍ د طبيعيت صندوق ، د حيواناتو د ساتنې بين المللي صندوق او داسي نورو سازمانونو په ډيرو ساحو کې د چين د اړوندو سازمانونو او غير حکومتي موسسو سره همکاري کړي او ډير برياليتوبونه يي ترلاسه کړي دي ٠

چين په نړۍ کې تر ټولو نه لومړي د چين د چاپيريال او انکشاف د بين المللي همکارۍ کميټه جوړه کړه ٠ دغه کميټه د حکومت يو مهم مشورتي سازمان ګڼل کيږي چه د څه د پاسه له څلويښتو تنو نړيوال نامتو شخصيتونو او کارپوهانو له خوا تشکيله شوې ده ٠ د دغه سازمان د جوړيدو د څه د پاسه لسو کالو نه راهيسي په وار سره يي د چين حکومت ته ډير مثبت پيشنهادونه وړاندي کړي دي ٠ اوس دغه سازمان په بين المللي ټولنه کې د چاپيريال د ساتنې په هکله د بين المللي همکارۍ سرمشق ګرزيدلي دي ٠


1  2  3  4  5