د چاپيريال د ساتنې په هکله د چين له خوا لاسليک شوي بين المللي کوانسيونونه
چين تل تر تله پر دي ټينګار کوي چه د بين المللي چاپيريال او منابعو د ساتنې له پاره جدي مسؤليت په غاړه واخلي او د چاپيريال او منابعو د ساتنې په باب څه د پاسه ديرشو کوانسيونونو او تړونونو کې يي برخه اخيستي يا يي لاسليک کړي دي او نوموړي اړوند کوانسيونونه په دي ډول دي ،
د سمندري نفتو د ککړتيا د مخنيوي په باب بين المللي کوانسيون ( ١٩٥٤ کال . لندن )
د کبانو د نيولو او د عامه سمندرونو د موجوداتو د منابعو د ساتنې په باب کوانسيون ( ١٩٥٨ کال .ژنيوا )
د نهنګ د نيولو د محدوديت په باب بين المللي کوانسيون ( ١٩٤٦ کال واشينګتن )
د جنوب ختيځې اسيأ او د ارام سمندر د تباتاتو د ساتنې موافقت نامه ( ١٩٥٦ کال . روم )
تر سمندر لاندې د مځکو په باب کوانسيون ( ١٩٥٨ کال ژنيوا )
د جنوبي قطب په باب تړون ( ١٩٥٩ . واشينګتن )
د هوا د پيژندنې د نړيوالو موسسو کوانسيون ( ١٩٤٧ کال . واشينګتن )
د تيلو د ککړتيا د مصيبتونو په هکله دمدني ټولنې د مسؤليت بين المللي کوانسيون ( ١٩٦٩کال . بروسيل )
د کلتوري او طبيعي ميراثونو د ساتنې په باب بين المللي کوانسيون ( ١٩٧٢ کال . پاريس )
د سپوږمۍ د کرې او نورو فضايي فعاليتونو په ګډون د بهرني فضا د پلټنې او ور څخه د استقادي په هکله د بيلا بيلو هيوادونو له خوا د عملي کيدو د اصولو په باب تړون ( ١٩٧٢. مسکو)
د ککړ شويو او نورو موادو د غورځيدو په اثر د رامنځ ته شوي سمندري ککړتيا د مخنيوي په باب کوانسيون ( ١٩٧٢ کال . لندن )
د بيولوژيکي ميکروبونو، زهر جن مواد لرونکو وسلو د توليد او ذخيرې د منع کولو او د له منځه وړلو کوانسيون ( ١٩٧٢ کال . لندن )
په ازاد سمندر کې د تيلو نه پرته د نورو موادو له امله د رامنځته شوي ککړتيا د
مخنيوي په باب پروتوکول ( ٩٧٣ ١ کال . لندن )
د بيړيو له امله د رامنځته شوي ککړتيا د مخنيوي په باب کوانسيون ( ١٩٧٨ . لندن )
د ذروي موادو د ساتنې په باب کوانسيون ( ١٩٧٩ کال . ويانا )
د اوزون د دايرې د ساتنې په باب د ويانا کوانسيون ( ١٩٨٥ کال . ويانا)
و ذروي يا د تشعشع د پيښو په نسبت د عاجلو مرستو د برابرولو په باب کوانسيون (١٩٨٥ کال ،ويانا )
د ذروي پيښو او د ژر خبر ورکولو په باب کوانسيون ( ١٩٨٦ کال ، ويانا )
د اوزون د دايرې د مصرفونکو موادو په باب د مونتريال پروتوکول ( ١٩٨٧کال ، مونتريال )
د اسيأ او د ارام سمندر د اوبو د پيداورو د روزنې مرکزي شبکه ( ١٩٨٨ کال ، بنکاک )
بهر ته د خطرناکو ککړ شويو موادو د انتقالولو او ترتيبولو د کنترول په باب د باسير کوانسيون ( ١٩٨٩ کال ، باسير)
د ملګرو ملتو د هوا د بدلون ابتدايي کوانسيون ( ١٩٩٢ کال ، ريودژنيرو)
د موجوداتو د ډولونو په باب کوانسيون (١٩٩٢ کال ، ريودژنيرو)
د ځنګلونو د ساتنې او د اور د مخنيوي په باب د چين د حکومت او د شوروي اتحاد ترمنځ موافقت نامه ( ١٩٨١ کال )
د مهاجرو مرغانو او د نوموړو مرغانو د اوسيدو چاپيريال د ساتنې په باب د چين او جاپان د حکومتونو ترمنځ موافقت نامه ( ١٩٨١ کال )
د مهاجرو مرغانو او د دغو مرغانو د اوسيدو د چاپيريال د ساتنې په باب د چين او استراليا د حکومتونو ترمنځ موافقت نامه ( ١٩٨٦ کال )
د ذروي انرژۍ څخه د سوله ايز استفادي په باب د چين او د پاکستان ترمنځ د همکارۍ موافقت نامه (١٩٨٦ کال )
بر سيره پر دي چين هم په فعاله توګه د بين المللي چاپيريال او منابعو د ساتنې په هکله د ډيرو اړوندو مهمو اسنادو ملاتړ کوي او نوموړي اړوند اسناد يي د چين په اړوندو قوانينو او پاليسيو کې شامل کړي دي ٠ نوموړي اسناد له دي څخه عبارت دي چه د ملګرو ملتو د بشري چاپيريال په باب اعلاميه چه په ١٩٧٢ کال د سويدن په ستاکهولم کې خپره شوې ، د نړۍ د طبيعي منابعو د ساتنې پروګرام چه په ١٩٨٠ کال کې د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې په يو وخت خپور شوي دي ، د نايروبي اعلاميه چه په ١٩٨٢ کال کې د کينيي په مرکز نايروبي کې خپره شوې ده ، د چاپيريال او ترقۍ په باب د ريودژنيرو اعلاميه چه په ١٩٩٢ کال کې د برازيل په ريودژنيرو کې خپره شوې ده او داسي نور ٠
|