CRI Online
بين المللی همکارۍ

چين په کوشش سره د چاپيريال د ساتنې په باب د بين المللي کوانسيونو مراعات کوي

چين د فعاله او مسؤلانه رويې په غوره کولو سره د چاپيريال د ساتنې په باب په هغو بين المللي کوانسيونونو کې د ټاکل شويو وجيبو مراعات کوي کوم چه چين پکې امضاوي کړي دي ٠ دغه راز چين د چاپيريال د ساتنې په باب د ډيرو مهمو بين المللي کوانسيونونو د عملي کولو له پاره اړوند ځانګړي عملياتي پلانونه هم جوړ کړي دي ٠ مثلأ چين په وار سره د اوزون د دايرې د ويجاړونکو موادو په تدريجي ټوګه د له منځه وړلو په باب دولتي لايحه او د موجوداتو د ډولونو د بين المللي کوانسيون د مراعات په باب د چين د دولت د راپور په شمول ځيني اسناد طرح کړي او د نوموړو بين المللي کوانسيونونو د مراعات کولو له پاره يي يو لړ واقعي او عملي کيدونکي تدبيرونه غوره کړي دي ٠


1  2  3  4  5