CRI Online
بين المللی همکارۍ

چين او د مونتريال پروتوکول

په تيرو لسو کالو کې چين په فعاله توګه د اوزون د دايرې د ساتنې په بيلا بيلو بين المللي فعاليتونو کې برخه اخيستي دي ٠ په ١٩٨٦ او ١٩٨٧ کال کې چين په جلا جلا توګه د هياتونو په ليږلو سره د ازن د دايرې د ساتنې په باب د کاري ګروپ په غونډه او د نوموړي پروتوکول د لاسليکيدو په غونډه کې ګډون درلود ٠ په ١٩٨٩ کال کې چين په رسمي توګه د اوزون د دايرې د ساتنې په کوانسيون کې شامل شو او د نوموړي کوانسيون د لاسليکيدو په لومړني غونډه کې تر ټولو نه لومړي د اوزون د دايرې د ساتنې په باب د څو اړخيز صندوق د جوړيدو په باب پيشنهاد وړاندي کړ ٠ په ١٩٩٠ کال کې چين د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو سره يو ځاي په فعاله توګه د نوموړي پروتوکول د اصلاحاتو په کار کې برخه واخيسته ٠ په ١٩٩١ کال کې چين په رسمي توګه د نوموړي پروتوکول د لندن په تعديل نامه کې شامل شو او په خپل وخت يي د چين د پنځلس وزراتونو ، کميټو ، رياستونو ، عمومي شرکتونو او ټولنې په ګډون د اوزون د دايرې د ساتنې په هکله د چين لارښوونکي دفتر جوړ کړ ٠ په ١٩٩٢ کال کې چين تر ټولو نه لومړي د اوزون د دايرې د مصرفونکو موادو د تدريجي ليري کولو په باب د چين د دولت لايحه طرحه کړه او په ١٩٩٣ کال کې د چين د دولتي شورا او د څو اړخيز صندوق د اجرائيوي کميټې له خوا منظوره شوې ده ٠ په ١٩٩٤ کال کې په چين کې د تنباکو په تصديو کې د اوزون د دايرې د مصرفونکو موادو د تدريجي ليري کولو په باب تکميلي لايحه طرحه شوه ٠ دغه راز په ١٩٩٥ کال کې چين لومړي د کف لرونکي پلاستيک ، يخچال ، د موټر اير کنديشين ، د الکترونيکي قطعاتو د مينځلو په شمول د کنترل کيدونکو موادو د توليدولو په اتو صنعتي کسبونو کې د نوموړي کنترولي موادو د تدريجي حذف کيدو په باب ستراتيجيکي څيړنه تر سره کړې ده او دغه څيړنه د څو اړخيز صندوق د اجرائوي کميتې له خوا منظوره شوې ده ٠

تر اوسه پوري د نړيوال بانک ، د ملګرو ملتو د انکشافي پلان د جوړولو د ادرې ، د ملګرو ملتو د صنعت او انکشاف د موسسې ، د ملګرو ملتو د چاپيريال د پروګرام د ادارې د دغو څلورو اجرائيوي سازمانونو او د امريکي ، کانادا ، المان او دنمارک له لارې د چين يو سلو شپږ پنځوس اړوند پروګرامونه د څو اړخيز صندوق اجرائيوي کميټې ته وړاندې شوې او په کې منظور شوي او له نوموړي صندوق نه يو سلو پنځه مليونه امريکايي ډالره تر لاسه شوي دي ٠ که نوموړي ټول پروګرامونه ترسره شي ، اړوند کنترول کيدونکي مواد به يو ديرش زره اتيا ټڼه کم شي ٠


1  2  3  4  5