CRI Online
د تايوان د مسئلې منشا
تايوان د دوهمې عمومي جګړې نه وروسته نه يوازي په قانوني لحاظه بلکي په حقيقت کي بيرته چين ته ورکړ شويدي ، خو ولي وروسته بيا د تايوان مسئله راپيدا شوه ، علت يي د چين د ګو مين تانګ ګوند لخوا د پيل شوي کورنې جګړې سره اړه درلود ، خو ډير مهم علت يي د بهرنيو قوتونو لاس وهل و .

د تايوان مسئله او د ګو مين دانګ لخوا پيل شوي کورنی جګړه

د جاپان د تيري په ضد د چين دخلکو د جګړې په موده کي د چين د ګو مين دانګ ګوند او کمونست ګوند ترمنځ د جاپان د امپرياليستي تيري په ضد متحده جبهه جوړه شوه . د جګړې د بريالي کيدو نه وروسته د چان کاي شيک په مشرۍ د ګو مين دانګ ګوند ډلې د امريکې په ملاتړ په ټول هيواد کي په کورني جګړې پيل وکړ ، د چين کمونست ګوند د چين د خلکو په لارښوونه د درو کالو نه د زيات وخت ازادي بخښونکي جګړه تر سره کړه او د وخت حکومت يي په دي نسبت تر پښو لاندي کړ چه د ګو مين دانګ ګوند ډلې د زمان د سير په خلاف د چين د خلکو لخوا وغورځول شو. د نولس سوه نهه څلويښتم کال د اکتوبر په لومړي ورځ د چين ولسي جمهوريت جوړ شو او د چين د يوازني قانوني حکومت په حيث وګرزيد. د ګو مين دانګ ګوند د ډلې په اړه يوه برخه حکومتي مامورين او عسکر تايوان ته لاړل او د امريکې د وخت حکومت تر ملاتړ لاندي د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د بيلوالي وضيعت رامنځته شو.

د تايوان مسئله او د امريکي د حکومت په غاړه دندې

د دوهمې عمومي جګړې نه وروسته په داسي حال کي ختيځ له لويديځ کمپونو سره مخامخه وه ، د امريکي حکومت د خپلې نړيوالې ستراتيژۍ د تطبيق او د خپلو ګټو د ساتنې په اساس د چين په کورني جګړه کي د ګو مين دانګ ګوند ډلې ته زياتې پيسې ، وسلې او اړوند افراد وروليږل څو چه د چين کمونست ګوند له منځه يووړل شي ، خو په پاي کي د امريکي ټاکلې هدف ترسره نه شو .

د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته د امريکې حکومت د چين د نوي حکومت په مقابل کي د يوازيتوب او مخنيوي او جلوګيري سياست وچلاوه او د کوريايي جګړې د پيل نه وروسته يي د چين د کورنيو چارو په اړه د تايوان د أبنا په روابطو کي وسله واله لاس وهنه وکړه . په نولس سوه پنځوسم کال کي د امريکي د اوم لمبر بحريه د تايوان أبنا ته داخله شوه او د امريکي ديارلسمه هوايي ډله هم په تايوان کي ميشته شوه . د نولس سوه څلور پنځوسم کال د دسمبر په مياشت کي امريکي د تايوان له مقاماتو سره د ګډې دفاع تش په نامه تړون لاسليک کړ او د چين د تايوان ولايت يي تر خپل حمايت لاندي ونيوه . د چين په کورنيو چارو کي د دوامدارې مداخلې په غرض د امريکې غلط سياست د اوږدې مودې راهيسې د تايوان أبنا په سيمه کي د مخامختيا سبب او د تايوان مسئله هم د چين او امرکيې د دوو لويو قدرتونو ترمنځ د سترې شخړې باعث ګرزيدلی دی .

د بين المللي اوضاعو د پرمختګچ او د نوي چين د پياوړتيا او غښتليتوب سره سم امريکې د چين په مقابل کي د خپلې پاليسۍ په بدلون پيل وکړ چه په نتيجه کي د دواړو هيوادونو په روابطو کي ګام په ګام د اوضاعو د خړپړتيا د کمښت سير رامنځته شو . د نولس سوه يو اويايم کال د اکتوبر په مياشت کي د م م د شپږويشتمې دورې په عمومي اسامبله کي د ٢٧٥٨ لمبر پريکړې په تصويب په م م کي د چين د

ولسي جمهوريت ټول قانوني حقوق اعاده شول او په م م کي د تايوان د مقاماتو استازي وشړل شو . د ١٩٧٢کال د فبروري په مياشت کي د امريکي جمهورريس نيکسن چين ته سفر وکړ او دواړو خواوو په شانګهاي کي ګډه اعلاميه خپره کړه ، په دې اعلاميه کي ويل شوي چه د امريکې خوا اعلانوي : امريکا په دي پوه ده چه د تايوان أبنا په دواړو غاړو کي ټول اوسيدونکي چينايان دا نظر لري چه يوازي يو چين شته او د تايوان د چين يوه برخه ده . د امريکې حکومت ددې دريځ په باب مخالفه نظريه نه لري .

د ١٩٧٨کال د دسمبر په مياشت کي د امريکي حکومت د سياسي روابطو د ټينګولو په هکله د چين د حکومت لخوا وړاندي شوي درې فقره اصول ومنل يعني لومړي د امريکي او تايوان د مقاماتو ترمنځ تش په نامه رسمي روابط بايد پاي ته ورسيږي ، دوهم د ګډې دفاع په باب تش په نامه تړون دي لغوه شي او د امريکي عسکر دي له تايوان څخه ووزي . د چين او امريکې ترمنځ رسمي ديپلوماتيک روابط د ١٩٧٩ کال د جنوري په لومړي ورځ ټينګ شول . د چين او امريکي لخوا په خپره شوي ګډه اعلاميه کي ويل شوي د امريکي متحده ايالتونه د چين د يوازني قانوني حکومت په حيث د چين ولسي جمهوريت پيژني . په دي ساحه کي د امريکي خلک به د تايوان د خلکو سره کلتوري ، تجارتې او نور غيررسمي روابط وساتي ، د امريکي د متحدو ايالتو حکومت د چين هغه دريځ مني چه يوازي يو چين شته او تايوان د چين يوه برخه ده .

خو د تاسف وړ خبره دا ده چه د چين او امريکي ترمنځ د رسمي روابطو د قايميدو درې مياشتې وروسته د امريکي په پارلمان کي د تايوان سره د روابطو په باب قانون تصويب شو او د امريکي د جمهورريس د منظور نه وروسته نافذ شو . د نوموړي

قانون لمخې د چين او امريکي د ګډې اعلاميې او نورو بين المللي قوانينو د اصولو په خلاف مقررات جوړ شويدي . د امريکي حکومت ددي قانون سره سم په مداومه

توګه په تايوان باندي خرڅوي او د چين په کورنيو چارو کي لاس وهي او د چين د

لويې وچې سره د تايوان د يووالي د مخنيوي په غرض بد بد کارونه کوي او کړي يي دي .

په تايوان باندي د وسلو د پيرودلو په هکله د چين او امريکي ترمنځ خبرې وشوې او د ١٩٨٢کال د اګست په اوولسمه نيټه د چين او امريکي د روابطو په باب دريمه ګډه اعلاميه خپره شوه . د امريکي حکومت په اعلاميه کي ويلي چه امريکا په تايوان باندي د وسلو د خرڅلاو په هکله طولاني پاليسي نه تطبيقوي او په تايوان باندي د پلورل شويو وسلو اندازه به ګام په ګام کمه کړي او د يوې مودې نه وروسته به د وسلو خرڅلاو پاي ته ورسوي . مګر د اوږدی مودی راهيسې د امريکي حکومت نه يوازي دا چه د اعلاميې د مقرراتو جدي مراعات و نه کړ ، بلکې يي په پرله پسې ډول د اعلامېې په خلاف اعمال ترسره کړل . د ١٩٩٢کال د سپتمبر په مياشت کي د امريکي حکومت حتی پريکړه وکړه چه په تايوان باندي يو سلو پنځوس د ايف شپاړس ډوله عصري جنګي الوتکې وپلوري چه دغه عمل د چين او امريکي د روابطو د پرمختګ او د تايوان د مسئلې د حل و فصل دپاره نوي خنډ او مانع پيدا کړيدی .

د پورتنيو معلوماتو لمخې د تايوان مسئله ځکه تر اوسه پوري نده حل شوې ، د امريکي حکومت مسئوليت لري .