CRI Online
د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي راکړي ورکړي اوسني وضيعت

د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي راکړي ورکړي اوسني وضيعت

له ١٩٤٩کال نه تر ١٩٧٨ کاله پوري په ديرشو کلونو کي د تايوان أبنا په سيمه کي د شديدو نظامي شخړو او مخامختيا له امله د دواړو غاړو ترمنځ اقتصادي او تجارتي راکړي ورکړي اساسأ قطع شوي وو ، يوازي د چيني طبي بوټو په شمول کم ډوله ضروري لوازم چه په تايوان کي نه پيدا کيږي يا نشي توليديداي ، د هيواد له لويې وچې نه د هانکانګ څخه تايوان ته صادريدل چه اندازه يي هم ډيره لږه وه .

د ١٩٧٩کال نه وروسته د چين حکومت د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي روابطو د ټينګتيا اوپرمختيا دپاره يو لړ لازم تدبيرونه نيولي دي . د تايوان مقاماتو هم د مجبوريت لمخې د لويې وچې په مقابل کي خپله پاليسي تنظيمه کړې او د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي راکړي ورکړي په هکله ځيني قيودات يي ګام په ګام ليري کړيدي . د٢٠٠٣کال د سپتمبر تر پايه پوري د دواړو غاړو ترمنځ مجموعي تجارتي حجم ٣٠٩ ملياردو ١٨٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی چه په دې جمله کي تايوان ته د لويې وچې د صادراتو حجم ٤٨ ميلياردو ٨٩٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی او تايوان د ٢٦٠ميلياردو٢٩٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات لويي وچې ته صادر کړيدي چه تجارتي منفي بيلانس يي ٢١١ ملياردو څلور سوه مليونه امريکايي ډالره وو . له ١٩٩١ کال څخه لويه وچه د تايوان دپاره د زياتې اندازې مثبت بيلانس منبع ګرزيدلې ده او په عين وخت کي تايوان هم د لويې وچې په بيلا بيلو ځايونو کي په لوي پانګه اچونکي بدل شويدی .

اوس د دواړو غاړو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي روابطو د پرمختګ په لاره کي داسي اساسي خصوصيتونه ليدل کيږي . لومړي په نوموړو روابطو کي غيرمستقيمه سوداګرۍ او په لويه وچه کي د تايوان سرمايه دارانو پانګه اچونه عمده رول لوبوي او د کرنې ، علمي او تخنيکي راکړي ورکړي ،بانکدارۍ ، د پرسونلو د روزنې په شمول نور اشکال هم ليدل کيږي . دوهم په همدغو اقتصادي روابطو کي يو اړخيز او غيرمستقيم تجارت او د معاملاتو نابرابري موجوده ده . د تايوان د مقاماتو د قيوداتو له امله د تايوان سوداګران لا هم په لويه وچه کي په غيرمستقيم ډول پانګې اچوي . دريم د وروستيو کلونو راهيسې د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي روابطو وابستګۍ زيات شوي او د يو بل کمبود د پوره کولو وضعيت د جوړيدو په حال کي دی .


1  2