CRI Online
اقتصاد

د شينجيانګ صنائع

اوس د سينجيانګ صنائع د چټک انکشاف په حال کښی دی چه پکښی د اوسپنو او فلادو، سکرو، نفتو، ماشين الاتو، کيميا، ساختمانی موادو، نساجۍ او د بورو، کاغذو او سيګرټو د جوړونې او د پوستکو د پخونې په شمول مکمل صنعتی سيستم رامنځ ته شوی او د سيمه ايزو منابعو له تفوق څخه په استفادې سره يو شمير ځانګړی توليدی شيان توليد شوی او خاص صنائع اباد شويدی٠ اوس په شينجيانګ کښی څه دپاسه شپيته زره ډول ډول صنعتی تصدی شته او پکښی د نفتو، سکرو، فلزسازۍ، بريښنا، نساجۍ، کيمياوی صنائعو، ماشين الاتو، ساختمانی موادو او خوراکی شيانو په شمول څه دپاسه دوه زره ډول توليدات جوړيږی ٠

د شينجيانګ مهم او ستر صنعتی پروګرامونه په دی ډول دی : په دوشانځی کښی د ائتيلن د جوړولو پروژه، په شي هه ځی کښی د کيمياوی صنائعو پروژه، په وروموچی کښی د کيمياوی سرو دوهمه پروژه، په ماناس کښی د پريښنا د توليدولو فابريکه او د جندا په کوتل کښی د اوبو په وسيله د پريښنا د توليدولو مرکز، د هونګ يان په نامه د بطريو د جوړولو د فابريکې د پراخولو پروژه او داس نور٠ په دابان کښی د باد د انرژۍ په وسيله د بريښنا د توليدولو ازمويښتی فابريکه په چين کښی لومړی لويه داسی فابريکه ده ٠


1  2  3  4