CRI Online
اقتصاد

د شينجيانګ کرنه

په شينجيانګ کښی د لمر رڼا کافی ده او د مځکو غنی منابع شته، محلی خلکو په هغو ځايونو کښی چه د اوبو منابع يی نسبتأ ښه دی، د سمسورو واحو کرنه اختراع کړيده ٠ د شينجيانګ عمده زراعتی کښتونه غنم ،جواری او شولې دی ، صنعتی کښتونه يی له پمبه وو، چغندرو او د بير له ګلونو څخه عبارت دی٠ له دې جملې څخه د پمبه وو توليد په ټول چين کښی مهم مقام نيسی ، شينجيانګ په چين کښی د اوږد سپڼسی لرونکو پمبه وو تر ټولو لوی توليدی مرکز دی او توليدی اندازه يی د هيواد د همدغو پمبه وو د توليدی اندازې په سلو کښی پنځه نوی برخه نيسی او کيفيت يی د مصر له هغو اوږد سپڼسی لرونکو پمبه وو سره برابر دی کوم چه په نړۍ کښی ډير شهرت لری٠

شينجيانګ ٌ د ميوو کور ٌ ګڼل کيږی او د چين يوه داسی سيمه ده چه د ميوو د کرلو مساحت يی ډير پراخ، د ميوو ډولونه يی زيات او کيفيت يی ښه دی٠ د ميوو ډولونه يی په دی ډول دی : انګور، هټاکی، هندوانه، منی، خوشبوی ناک، زردالو، شفتالو، انار،الوبالو، انځير، جوز ، بادام او داسی نور٠ له دې جملې څخه د توروفان انګور او هټاکی شهرت لری او پکښی د قندی موادو تناسب يی لوړ دی ٠

له څو کالو راهيسی ، د شينجيانګ کرنه ګام په ګام د صنعتی کيدو خوا ته انکشاف مومی او پکښی په اساسی توګه د سرو بانجڼو، چغندرو، ګازرو، سرو ګلو، مريچو ، انګورو او رنګينو پمبه وو څخه د توليداتو د جوړولو صنعتی ځنځير رامنځ ته شويدی٠


1  2  3  4