CRI Online
اقتصاد

د شينجيانګ مالداری

شينجيانګ په چين کښی د مالدارۍ له مهمو سيمو څخه شميرل کيږی او د ژويو ډولونه يی زيات دی چه له لرغونی زمانې راهيسی د غوره او مشهورو اسونو روزونکی سيمه ده ٠ پسونه د شينجيانګ عمده کورنی حيوانات دی او غوايان، اسونه، وزې ، خر، کچر ، ښان او خژګاو يی هم مشهور دی٠ په شينجيانګ کښی د پسونو د غوښو توليدی اندازه په چين کښی دوهم مقام نيسی او د کورنيو ژويو عمومی شمير يی څه دپاسه څلويښت مليونو ته رسيږی٠

د شينجيانګ د طبيعی څړځايونو عمومی مساحت يی پنځه لکه اويا زره هکتارو ته رسيږی او دا حجم د شينجيانګ د کرنې ، ځنګلدارۍ او مالدارۍ د مځکو د عمومی مساحت په سلو کښی اووه اتيا برخه نيسی٠ د طبيعی څړځايونو منابع په شينجيانګ کښی د مالدارۍ د انکشاف اساسی او عمده توليدی وسائل دی او د شينجيانګ د ژويو او د مالدارۍ د توليداتو په سلو کښی اويا برخه له طبيعی څړځايونو څخه ګټه اخلی ٠

شينجيانګ په چين کښی د ژويو د نويو ډولونو د روزلو مرکز دی، اوس د شينجيانګ نرم وړی لرونکی پسونه، د چين د ميلينو پسونه ، د شينجيانګ قره قلی ورکوونکی پسونه، د شينجيانګ سپيره غوايان او د ايلی اسونه د شيجيانګ لخوا د روزل شويو ژويو نوی ډولونه دی٠ دغه ژوی لوړ اقتصادی ارزښتونه لری چه نه يوازی د شينجيانګ ، بلکه د چين د ټول هيواد د مالدارۍ قيمتی منابع او د حيواناتو د روزنی مهم ځای دی٠


1  2  3  4