د شينجيانګ خصوصيت لرونکی صنائع
د شينجيانګ خصوصيت لرونکی صنائع د شرابو ، غيرالکولی مشروباتو او شيدو له توليد، د ورځنيو شيانو د جوړولو له کيمياوی صنعت ، د جوهرو او مسالو له جوړونې، د قيمتی ډبرو له چمتو کولو، د بورې له توليدونې او د ملی اقليتونو د خاصو ورځنيو شيانو له جوړونې څخه عبارت دی٠ اوس په شينجيانګ کښی د نوموړو صنائعو څه دپاسه لس څانګې شته ٠ برسيره پردی يی د شيدی شراب، د اس مستی او هغه خوراکونه او مشروبات چه پکښی د ويغوری قوم عنعنوی طبی مواد شته ، هم تود بازار لری ٠
|