CRI Online
د شينجيانګ قومونه

د ويغور قوم

په ميلادی اووه سوو څلور څلويښتم کال کښی د چين يوه لرغونی قبيله << خوی هه>> د شمال لويديځ چين د غرخون سيند په شاوخوا سيمه کښی د <<خوی هه >> په نامه کوچيانی سلطنت جوړ کړ او په ميلادی اته سوو څلويښتم کال کی دا سلطنت له منځه يوړل شو٠ د خوی هه د قبيلې اوسيدونکی ګام په ګام لويديځی خوا ته مهاجر شول او اکثريت يی نننی شينجيانګ ته ورسيدل او دوی به په لرغونی اوږده موده کښی د شينجيانګ د بيلا بيلو قومونو له خلکو سره ګډ ژوند او ودونه کول چه په نتيجه کښی اوسنی ويغوری قوم رامنځ ته شويدی٠

اوس د ويغوری قوم نفوس څه ناڅه اووه مليونه دوه لکه څوارلس زره تنه دی چه اکثريت يی د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی ٠ ويغوری قوم خپله ژبه او ليک دود لری چه الفبا يی له عربی ژبې سره مشابه ده ٠ ٌ ويغور ٌ په ويغوری ژبه کښی د يووالی معنه لری٠ د دی قوم خلک ټول مسلمانان دی، اسلامی مناسک ترسره کوی او د نورو مسلمانانو په شان د لوی او کوچنی اخترونو نمانځنه کوی٠ د ويغوريانو عمده ډوډۍ << نان >> نوميږی چه د افغانستان د ډوډۍ او د پاکستان د روټۍ په شان دی٠ دغه راز دوی پلو، غوښی او کباب هم خوری٠

د ويغوری قوم ټول مسلمانان که نارينه وی يا ښځه، که زاړه وی يا ماشومان، يوه ښکلی خولۍ په سر کوی، دغه ډول خولۍ د دی قوم عنعنوی مصنوعات دی٠ د ويغوری قوم ښځې عمومأ له وريښمينو ټوکرانو څخه جوړ شوی ښايسته قومی لباس اغوندی او نارينه يی د اينګ جی شا چاړه په ملا تړی چه دغه ښکلی چاړه د جنوبی شينجانګ د اينګ جی شا په ولسوالی کښی توليديږی او څه دپاسه دری سوه کلن تاريخ لری٠

ويغوريان له سندرې ويلو او نڅا کولو سره ډير شوق او مينه لری چه د استراحت ، د خپلوانو او دوستانو د سره غونډيدو او د اخترونو د نمانځلو په وختونو کښی دوی عمومأ د سندری ويلو او نڅا کولو له لاری خپله خوښی څرګندوی ٠

په اوږده تاريځی موده کښی ويغوری قوم ځلانده قومی کلتور جوړکړيدی٠ د دی قوم يوه لرغونی اوږده قصيده چه له ميلادی يوولسمې پيړۍ څخه راپاتی شوې، د اسلام د مبارک دين د اخلاقی معيار سره سم د خلکو ترمنځ د ګډ ژوند، ښې دوستۍ ، ژور صداقت او متقابل اطمينان د روابطو د قايميدو په باب اصول تبليغ کړيدی٠ د دې قصيدې محتويات په ټولنيز، سياسی ، اقتصادی ، فلسفی او ادبی ساحو پوری اړه لری چه د ويغوری قوم په ادبی تاريخ کښی ډير مهم مقام نيسی٠ << دوولس مقامونه>> د ويغوری قوم د ولسی موسيقې مشهور لرغونی او قديمی اثار دی او له څه دپاسه دوه اويا نغمو څخه عبارت دی چه د ختيځې نړۍ د موسيقې مرغلره ګڼل کيږی او په نړۍ کی يی سارې ه لږ دی٠


1  2  3