CRI Online
د شينجيانګ قومونه

د قزاق قوم

اوس په شينجيانګ کښی د قزاق قوم نفوس څه دپاسه يو مليونو دوه لکه تنه دی او په عمده توګه د دې سيمې په شمال کښی د ايلی د قزاقی قوم په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښی اوسيږی ٠ دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠

د قزاقی قوم خلک په عمده توګه په مالدارۍ لاس پوری کوی، پرته له دی نه چه لږ شميرقزاقی بزګران خپل دائمی استوګنځی لری،اکثريت يی د کوچيانی ژوند تيروی٠

په مالدارو سيمو کښی قزاقيان د پسرلی، دوبی او منی په درو فصلونو کښی په کږديو کښی اوسيږی او په خاورينو کورونو کښی ژمی تيروی٠ د قزاقی قوم د خلکو خوراکونه ډير غنی دی، دوی د غوا او پسې له شيدو څخه ډول ډول خوراکونه پخوی، د اس د شيدو، مستو او شيدی چايو له څښلو سره شوق لری٠ قزاقی مالداران عمومأ غوښې خوری او د اس کلمې هم د دوی خوندور خوراک دی٠

په ژمۍ کښی د قزاقی مالدارانو نارينه د پسې، کيدړې او ليوا له پوستکو څخه جوړشوی بالاپوش اغونډی او پطلون يی عومأ د غوايی له پوستو څخه ګندل شويدی٠ قزاقی ښځې عمومأ سره اوږده لمن اغونډی او په ژمی کښی د لمنې په دباندی کښی پمبه يی يا څرمنی بالاپوش پوښوی ٠ پيغلې يی ګلدوز شوی لباسونه اغونډی او هغه خولی په سر کوی چه د کونګی په بڼکو ښکلی کيږی٠

قزاقيان ميلمه پالونکی خلک دی ٠ کله چه کور ته ميلمه راځی ، عمومأ پسه حلالوی٠ په کورنی ميلمستيا کښی کوربا د پسې سر د ميلمه په مخکښی کيږدی، ميلمه د پسې د ښی مخ يوه ټوټه غوښه پريکوی او خوری، ورپسی د پسی غوږ پريکوی او د کوربا ماشوم ته ورکوی، بيا وروسته د پسې سر کوربا ته بيرته سپاری٠

د قزاقی نارينه وې او ښځې د اس د سپرلو په برخه کښی لوی لاس لری٠ ځونان د پهلوانې او د پسې د کشلو له سپورتونو سره مينه لری او د اسونو په سپرلو سره د پيغلو تعقيبول د ځوانانو او پيغلو دپاره د خوښۍ وړ پروګرام دی او د مشعوق او مشعوقې د پيداکولو ډير ښه فرصت ګڼل کيږی٠


1  2  3