CRI Online
د شينجيانګ قومونه

د قرغز قوم

د قرغز د قوم نفوس څه دپاسه يو لکو پنځوس زره تنه دی، دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠

د دی قوم اکثر خلک د شينجيانګ د لويديځی سيمې د پامير په فلات کښی د قزلسو په نامه د قرغز قوم په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښی اوسيږی او په عمده توګه په مالدارۍ بوخت دی٠ دوی په دوبی کښی عمومأ د دښتونو د سيندونو په غاړو کښی اوسيږی او په ژمۍ کښی لمر لرونکو غرنيو درو ته په کډه ځی٠ د قرغز قوم هغه خلک چه دائمی استوګنځی لری ، په هغو خاورينو کورونو کښی اوسيږی کوم چه بام يی مستوی دی ، په کور کښی يی طاقچه او د چت کړکۍ شته ، د کورونو په شاوخوا کښی يی سابه کرل کيږی او د ميوو ونې ولاړې دی٠ د قرغز قوم د مالدارانو خوراکونه ډير غنی دی ، دوی په عمده توګه شيدی څښی او له شيدو څخه جوړ شوی خوراکونه خوری ٠

د دی قوم عنعنوی لباسونه ډير ښکلی دی٠ نارينه وې يی نمدی خولۍ په سر کوی او د ښځو کالی نقره يی غوټې لری٠ د نجونو په سر کښی زياتې کوڅۍ اودل کيږی ، خو دوی له واده نه وروسته يوازی دوه کوڅۍ لری٠


1  2  3