CRI Online
د شينجيانګ د توريزم صنابع

د کاناس جهيل

د کاناس جهيل د شينجيانګ په شمال کښی د التای د غرونو په ځنګلونو کښی واقعی او د لوړې غرنی سيمې يو ښکلی جهيل دی٠ ٌ کاناس ٌ د مغولی ژبې کلمه ده او د غرنی دری د جهيل معنی لری ٠ د دی جهيل د اوبو مخ له سمندری سطحې نه يو زرو دری سوه څلور اويا متره لوړ، د اوبو ژوروالی يی يو سل اته اتيا اعشاريه پنځه متره او مساحت يی پنځه څلويښت اعشاريه اووه دری مربع کيلومتره دی

د کاناس د جهيل په شاوخوا کښی په واورو پټ شوی لوړی غرنی څوکې ولاړې دی او په غرونو کښی د پاڼې رژونکی کاجونو ، سرو غوړنځيو، لوړو صبرونو او سړو ناجوګانو په شمول قيمتی ونې او د بهوج پراخ ځنګلونه وده کوی چه د ونو ډولونه يی څه نان څه اته سوو ته رسيږی٠ دغه راز هلته نهه ديرش ډوله ژوی ، يو سلو اوولس ډوله مرغان او څلور ډوله ذوحياتين او خزندګان او څه دپاسه دری سوه ډوله حشرات او په جهيل کښی اووه ډوله کبان ژوند کوی٠ زيات حيوانات يی د شينجيانګ او حتی ټول چين په نورو ځايونو کښی نه ليدل کيږی٠ د کاناس د جهيل په سيمه کښی ډول ډول ځنګلونه او چمنونه دی، سيندونه او جهيلونه زيات ليدل کيږی او طبيعی منظره يی ډيره ښايسته ده٠ ويل کيږی چه د کاناس د جهيل سيمه د توريزم ، د طبيعی چاپيريال د ساتنې، علمی پلټنې او د تاريخ او کلتور د څيړنې دپاره ډير لوړ ارزښت لری ٠


1  2  3  4  5  6