CRI Online
د شينجيانګ د توريزم صنابع

د بودايی مجسمو سمڅې

په شينجيانګ کښی د وريښمو د لرغونی لارې په اوږدو کښی زيات هغه لرغونی مځکنی بندرونه، قلعې، د بودايی مجسمو سمڅې ، د پوستې سټيشنونه، قبرونه او د اشاره ورکولو برجونه راپاتی شوی چه په چين او نړۍ کښی ډير شهرت لری٠

د ٌ کيزل ٌ په نامه د بودايی مجسمو غرنی سمڅې او د ٌ بوزکريک ٌ په نامه د بودايی مجسمو غرنی سمڅې يی ډير مشورې بودايی سمڅې دی چه بودايی مجسمو او ديوالی تصويرونو يی د چين ، هند او فارس کلتورونه راغونډ کړی ، ځانګړی هنری سبک لری او د پخوانيو بيلا بيلو قومونو د خلکو د توليد او ژوند شکلونه يی ژوندی ښودلی دی ٠

ٌ بوزکريک ٌ په ويغوری ژبه کښی د غرنی لمنې معنی لری٠ د بوزکريک بودايی سمڅې د توروپان د ښار په شمال ختيځ کښی واقعې دی چه د ميلاد له شپږمې پيړۍ نه تر څوارلسمې پيړۍ پوری کيندل شوېدی٠ په سمڅو کښی ديوالی تصويرونه ډير ښکلی او په تيره بيا د انسانو تصويرونه د ژوند په شان دی٠ که څه هم ځينی ديوالی تصويرونه يی خراب شوی ، خو بيا هم څه دپاسه يو زرو دوه سوه مربع متره ديوالی تصويرونه ساتل شويدی ٠ په نړۍ کښی منلی خبره دا ده چه هلته د ويغوريانو له لرغونی بودايی هنر څخه يو داسی هنری قيمتی أثار دی چه ډير مهم مقام لری ، په ډير ښه شان سره ساتل شوی او د اهميت وړ ښه بيلګه ګڼله کيږی ٠ دغه راز دغه لرغونی بودايی ديوالی تصويرونه د چين د لويديځې سيمې د تاريخ ، کلتور او هنر د څيړلو دپاره قيمتی مدراک هم ګڼل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6