CRI Online
د شينجيانګ د توريزم صنابع

د لولان لرغونی ښارګوټی

د لولان لرغونی ښارګوټی د شينجيانګ په جنوب کښی د لوبو په نامه د جهيل په شمال لويديځه خوا کښی واقع او پخوا يی د وريښمو په لرغونی لاره کښی د کلی اهميت لرونکی وضعيت درلود ٠ خو اوس شاوخوا يی پراخه صحرا ده او غيرمسکونه سيمه ده او چاپيرال يی ډير خراب دی٠

په تاريخی اسنادو او کتابونو کښی ليکل شوی چه هان د قبل الميلا په دوهمه پيړۍ کښی د لولان ښارګوټی د چين په لويديځه سيمه کښی له ډير سمسورو سيمو څخه شميرل کيده٠ خو عجيبه دا ده چه د لولان مشهور سعادتمن سلطنت يوازی څه نا څه شپږ سوه کلن موجوديت درلود او ناڅاپه ورک شو ٠ دا چه أيا د لولان لرغونی ښارګوټی په څه ډول له منځه وړل شوی ؟ تل د چينی او خارجی لرغون پيژندونکو دپاره د توجه وړ مسئله ده ٠ دغه راز اوس هلته د چينی او خارجی پلټونکو دپاره د سفر يو مهم هدف ګڼل کيږی٠

اوس له لرغون پيژندنې څخه دا څرګنده شوی چه د لولان لرغونی ښارګوټی د طبيعی او مصنوعی پيچلو عواملو په اغيزه د سيندونو د بی ځايه کيدو او د شګې طوفانونو د حملې په اثر تر صحرا لاندی پټ شويدی٠ د پلټنې او څيړنی له لاری دا معلومات ترلاسه شوی چه د لولان د لرغونی ښارګوټی مساحت يو لک شل زره مربع متره ؤ او ډيوالونه يی له خټو او د ډول ډول ونو له ښاخونو څخه جوړ شوی وو٠ يو لرغونی سيند په ښارګوټی کښی له شمال لويديځ څخه د جنوب ختيځ خوا ته تيريده٠ اوس په دی لرغونی ښارګوټی کښی يوازی يو بودايی څلی او شاوخوا ودانی را پاتی دی، برسيره پردی د لرغونی ښارګوټی د ديوالونو،د اشارې ورکوونکو برجونو، د غلودانو د ګدام او لرغونی قبرونو کنډوالی هم ليدل کيږی ٠ د يادونې خبره دا ده چه د لولان له يوه لرغونی قبر څخه يوه موميای شوی ښځه ترلاسه شويده چه څه دپاسه دری زره اته سوه کاله مخکښی خښ شوې وه ٠ دغه راز د لولان په لرغونی ښارګوټی کښی د خاورينو لوښو، لرغونی مسی پيسو ، لرغونی وسلو او او د وريښمينو ټوکرانو د ټوټو په شمول زيات تاريخی اثار هم موجود دی ٠


1  2  3  4  5  6