CRI Online
د شينجيانګ د توريزم صنابع

توروپان

د شينجيانګ د منځنی برخې په ټيټه لويه کاسه کښی د توروپان په نامه يو ښکلی سيمه شته ، څرنګه چه په دوبی کښی د دی سيمی هوا ډيره توده ده، نو نوموړی ځای د ٌ اور غورځوونکی ځای ٌ په نامه ياديږی٠ د توروپان د ځانګړی جغرافيايی مقام په اثر هلته تر مځکو لاندی د اوبو زيرمه ډيره غنی ده، نو په دی سيمه کښی د انګورو او هندواڼۍ په شمول ډيرې زياتې ميوې توليديږی ٠ په تيره بيا د انګورو په دره کښی توليد شوی انګور په چين کښی تور بازار لری او حتی په نړۍ کښی هم شهرت لری ٠ له بلې خوا څرنګه چه د توروپان کښی اقليم وچ دی او اورښت يی ډير کم دی، نو په ميوو کښی يی د قندی موادو تناسب ډير لوړ دی٠ نو د توروپان سيمه د زياتو توريستانو د سفر هدف دی او د دې سيمې د خوندورو ميوو د خوړلو ځای هم دی ٠

توروپان د انګورو د توليد مشهور ځای دی ٠ ويل کيږی چه د توروپان د ښار د انګورو په پراخو باغونو کښی واقع دی او اوسيدونکی يی هم د انګورو د تاکونو تر سيوری لاندی ژوند کوی ٠ توريستان توروپان ته د سفر په بهير کښی تل د انګورو په باب خبرې کوی٠ په تاريخی کتابونو کښی ليکل شوی چه هان څه دپاسه دوه زره کاله دمخه هلته د انګورو کرل پيل شويدی٠

د توروپان د ښار په هر ځای کښی د انګورو پراخ او لرغونی باغونه ليدل کيږی، حتی د واټونو او کوڅو په دواړو اړخونو او د کورونو په مخ کښی يا ترشا يی هم د انګورو د تاکونو چيلې ولاړی دی٠ د دی ځای کشمش په يو ډول ځانګړو طريقو وچيږی٠ د تورپان په هر ځای کښی د کشمشو د وچولو داسی ودانې ليدل کيږی چه له خاورينو خښتو څخه جوړې شوی او د څلورو خواوو ديوالونه يی ډير زيات سوری لری٠ تازه انګور په دغو ودانيو کښی د تودو بادونو له لاری په کشمش بدليږی چه ډير خوندور دی ٠

د توروپان ښاروالۍ د انګورو يو خاص واټ جوړ کړی چه پکښی د انګورو زيات اوږد دهليزونه، د ساعت تيرۍ باغونه او د انګورو موزيم يی د توريستانو دپاره د ليدو وړ ښه ځايونه ګڼل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6