CRI Online
د شينجيانګ د توريزم صنابع

کاشغر

کاشغر د وريښمو د لرغونی لارې د يوې مرغلرې لقب لری او د چين له مشهورو تاريخی او کلتوری ښارونو څخه شميرل کيږی٠

کاشغر د تاريم د لويې کاسې د لويديځ اړخ يوه لرغونی سمسوره واحه ده او د چين د تجارتی پمبې له مهمو توليدی مرکزونو څخه شميرل کيږی٠

په قاشغر کښی توريستی منابع ډير غنی دی او ځانګړی طبيعی منظرې يی ډير ښکلی دی، پراخه صحرا ، طبيعی يخچالونه او لوړ غرونه د بيلا بيلو هيوادونو زيات سياحان راجلبوی٠ کاشغر لرغونی تاريخ لری، د عيدګاه جومات، د اپاک خوجه قبر، د محمد قاشقاری قبر او د لرغونی زمانې د اينچيانګ د سلطنت قديمی ودانې د ويغوری قوم د کلتور او ساختمانی هنر خصوصيتونه ښئی ٠

د کاشغر تاريخ او کلتور، په زړه پوری ولسی دودونه، ځانګړی انسانی او طبيعی منظرې د سينجيانګ په ټوله سيمه کښی ځانګړيتوب او د نماينده ګۍ اهميت لری او ډير زيات چينی او خارجی توريستان راجلبوی٠ حتی د زياتو سياحانو په نظر ، څوک چه کاشغر ته سفر نه کوی، شينجيانګ ته د ده مسافرت اهميت نه لری ٠


1  2  3  4  5  6