CRI Online
د شينجيانګ د توريزم صنابع

ختن

ختن په لرغونی زمانه کښی ٌ يوتان ٌ نوميده او د چين د لويديځې سيمې يو مشهور متمدن لرغونی سلطنت ؤ٠ ځتن د أسيا او اروپا د لويې وچې په منځنی سيمه کښی پروت دی او د وريښمو د لرغونی لارې د جنوبی فرعی لاری يو مهم ځای ؤ ٠ په لرغونی زمانه کښی د بيلا بيلو قومونو خلکو په دی ځای کښی ژوند کاوه او نسلونه يی پيدا کول، د ختيځې او لويديځې خواوو کلتورونه به هلته يو ځای کيدل او د بيلا بيلو هيوادونو استازی او سوداګران به کله کله په دی ځای کښی راغونډيدل٠

ختن په شمال کښی د تاکلاماغان له صحرا سره ورڅيرمه دی او په جنوبی خوا کښی يی د کون لون غرونه ولاړ دی٠ هلته نه يوازی په واورو پټ شوی غرونه او پراخه صحرا شته ، بلکه ښکلی جهيلونه او چمنونه او حاصل خيزه پټې هم پکښی موجودې دی٠ په ختن کښی د يشم ډبرې، وريښمن ټوکران ، غالۍ او ميوې ډير شهرت لری٠


1  2  3  4  5  6