CRI Online
د شينجيانګ مذهبونه

د څو مذهبونو د خپريدو ځای

په تاريخ کښی بوديزم، د جينګ دين، د مونی دين او د اسلام مبارک دين په وار سره په شينجيانګ کښی خپور شو او په دی اثر شينجيانګ په نړۍ کښی يوازنی داسی ځای وګرځيده چه پکښی د نړۍ نوموړی څلور مشهور مذهبونه خپاره شول ٠

په ميلادی لومړی پيړۍ کښی بوديزم له شينجيانګ څخه د وريښمو له لرغونی لارې سره سم ختيځې خوا ته خپور شو او د چين د مرکزی سيمې بيلا بيلو ځايونو ته داخل شو٠ د جينګ دين د مسيحيت يوه څانګه وه او په ميلادی شپږمه پيړۍ کښی شينجيانګ ته خپور شو٠ د لرغون پيژندنې له لاری دا کشفه شوې چه په لرغونی زمانه کښی شينجيانګ نه يوازی د جينګ د دين د خپريدو ځای و ، بلکه د دی مذهب يو مرکز هم ګڼل کيده ٠ خو د اسلام د مبارک دين د داخليدو سره سره د جينګ دين له شينجيانګ څخه لاړ ٠ په ميلادی شپږ سوه څلور نويئم کال کښی د مونی مذهب چين ته داخل شو٠ له نولسمې پيړۍ راهيسی د چين د شمال لويديځ د ګان سو د ولايت له دون هوانګ او د شينجيانګ له توروپان څخه د مونی د دين زيات اسناد پيدا شوی او له دی څخه څرګنده شوی چه په تاريخ کښی د مونی دين د چين په شمال لويديځ کښی په پراخه توګه خپور شو او ژوره اغيزه يی واچوله ٠ د لسمې پيړۍ په نيمايی کښی د اسلام مبارک دين د وريښمو له لارې د شينجيانګ کاشغر ته خپور شو او تر شپاړلسمې او اوولسمې پيړۍ پوری په ټول شينجيانګ کښی هم خپور شويدی٠ اوس په شينجيانګ کښی د ويغور، قزاق، هوۍ، ازبک ، قرغز، تاجيک او تاتار د قومونو خلک پر اسلامی دين باندی عقيده لری٠


1  2