CRI Online
د شينجيانګ مذهبونه

د شينجيانګ متدينان

اوس شينجيانګ لا هم يو داسی سيمه ده چه څو مذهبونه پکښی موجود دی٠ د اسلام مبارک دين د شينجيانګ په ټولنيز ژوند کښی نسبتأ قوی اغيزه لری٠ اوس د شينجيانګ په ټوله سيمه کښی د اسلامی دين د جوماتونو، د لامايی معبدونو او کاتوليکی کليساوو په شمول مذهبی ځايونه څه دپاسه درويشتو زرو ته رسيږی چه په پوره توګه يی د بيلا بيلو قومونو د مذهبی پيروانو اړتياوې پوره کړيدی٠ په شينجيانګ کښی اسلامی ټولنه، د اسلامی علومو پوهنځی او بودايی ټولنه شته ٠

په شينجيانګ کښی د ويغور، قزاق او هوۍ په شمول د لسو قومونو څه دپاسه نهه مليونه خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری چه دا شمير د ټول شينجيانګ د نفوسو په سلو کښی شپږ پنځوس اعشاريه دری برخه نيسی٠

د شينجيانګ مغولی اوسيدونکی اکثرأ پر تيبی بوديزم يعنی لامايی دين باندی عقيده لری چه پيروان يی څه نا څا اتيا زره تنه دی او څلويښت بودايی معبدونه شته ٠ په شينجيانګ کښی څه نا څه ديرش زره تنه مسيحان او د دوی څليرويشت کليساوې او څه دپاسه څلور زره تنه کاتوليکان او د دوی پنځه ويشت کليساوې شته ٠ برسيره پردی په شينجيانګ کښی د روسی قوم څه دپاسه سل تنه هيوادوال پر عيسويت باندی عقيده لری او دوه کليساوې لری٠


1  2