CRI Online
عمومی حالت

جغرافيه يي معلومات

د چينګ های او تبت لوړه يو لړ ځانګړي طبيعي خصوصيتونه لري او د ګردې کرې د لوړو او غرونو په سيمو کې مهم مقام نيسي ، ځيني پوهان دې لوړې ته د ځمکني کرې دريم قطب وايي ٠

ولې دا سيمه د دريم قطب په توګه ويل کيږي علت يې دا دی چې دا سيمه ډيره لوړه ده او يخه هوا لري ، د چينګ های او تبت لوړه د سمندري سطحې نه په څلورو زرو مترو جګه ده او شاوخوا يي جګ غرونه دي ، د نوموړي لوړې په منځ کې د هوا د تودوخې درجه په منځني توګه تر صفر هم ټبټه ده ، ان په ډيره توده موده کې په نوموړي سيمه کې د هوا تودوخه په منځني توګه له سانتيګراد لسو درجو څخه هم ټيټه ده ٠

د چينګ هاي او تبت لوړه د سمندري سطحې د ٤٠٠٠ مترو څخه جګه ده ، د نوموړي لوړې د رامنځته کيدل په ځمکني کره کې ځمکني پوستې د وروستني د سخت حرکت سره نژدې اړيکي لري ، په لوړه کې زياتې غرني څوکې شته چې لوړوالی يې له شپږو زرو مترو څخه تر اتو زرو مترو پوري دي ، هغه په نړۍ کې ترټولو نه وروستني رامنځته شوي لوړه ده او د اسيا د زياتو لويو سيندونو سرچينه هم ده ٠


1  2  3