CRI Online
تبت اقتصاد

د تبت صنائع

پخوا په تبت کښی يوازی د تبتی غاليو د اودلو او د ښکلو پيش بندونو، تبتی موزو او د لرګيو د کاسو د جوړولو لاسی صنائع موجود وو او عصری صنائع يی نه درلودل٠ په ١٩٥١ کال کښی له فيوډالی تسلط څخه د تبت د سوله ايزې ازادۍ نه وروسته او په تيره بيا په ١٩٥٩ کال کښی د ديموکراتيکو اصلاحاتو له ترسره کيدو راهيسی د تبت صنائعو چټک انکشاف موندلی او تر اوسه پوری د انجنونو ، فلزسازۍ ، سکرو، ماشين الاتو، کيمياوی صنعت ، ساختمانی موادو، د ځنګلونو د صنائعو، اولګيت ، پلاستيکو ، نساجۍ، خوراکونو ، څرمنو او کاغذو په شمول زياتې صنعتی څانګې رامنځ ته شوی او عصری سوداګرۍ ، توريستی چارو ، مخابراتو ، خدمتی چارو ، د کلتور او ساعت تيری چارو او د اليکترونيکی انفورميشن صنائعو هم په تبت کښی په سرعت سره پرمختګ کړيدی ٠

په راتلونکی کښی به تبت په لا فعاله توګه صنائعو ته انکشاف ورکړی، د صنعائعو جوړښت به يی تنظيم کړی او د کانی موادو، ځنګلونو او د مالدارۍ د پيداوارو د استخراجولو دپاره دی کوششونه وکړی، دغه راز به تبت د صنعتی تصديو تخنيکی اصلاحاتو او تحولاتو ته پياوړتيا ورکړی تر څو چه د تبت په کورنيو توليداتو په عمومی ارزښت کښی د صنائعو د توليدی ارزښت تناسب په پر له پسی توګه زيات شی ٠


1  2  3  4  5