CRI Online
د تبت مذهبونه

تبتی بوديزم او لامايی معبدونه

تبتی بوديزم د چين د تبت او داخلی مغولستان په سيمو کښی خپور شويدی او د لامايی دين په نامه هم ياديږی ٠ لامايی دين داسی بوديزم دی چه له لرغونی هند او د چين له مرکزی سيمې څخه تبت ته داخل شوی او له محلی لرغونی مذهب سره د يو ځای کيدو په اثر رامنځ ته شوی او د تبت محلی خصوصيت لری ٠

د چين د هان قوم د بوديزم او د هند د بوديزم د اغيزې په اثر د تبتی بوديزم معبدونه اکثرأ د هان قوم د ماڼۍ ساختمانی شکل لری او پر دی اساس يی انکشاف هم موندلی دی ٠ دغه معبدونه عمومأ لويه پيمانه لری او ډير ښکلی دی٠ مثلأ د لاسا د ښار د بودالا ماڼی ، د جه بانګ معبد او د چينګ های د ولايت د تار معبد د لرغونو ودانيو وتلی بيلګې دی ٠

په تبت کښی بودايی معبدونه د تبتی بوديزم مرموز خصوصيت هم لری٠ د معبدونو په دننه کښی د بودايی مجسمو تالار لوړ او ژور دی او پکښی رنګارنګ اوږد ټوکران ځوړند دی ، د معبدونو باندينی ديوالونه يی سور رنګ لری او په سرو ديوالونو کښی يی په سپينو او قهوه ئی کرښو ښکلی شويدی٠


1  2