CRI Online
د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې

د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې په باب قوانين او مقررات

اوس په چين کي يو داسي قانوني سيستم رامنځ ته شوی دی چه بنسټ يي اساسي قانون دی ، اصلي برخه يي د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين قانون دی او پکي د مدني قانون ، جنايي قانون ، د انتخاباتو قانون ، د کار قانون ، د واده قانون ، د نفوسو او د کورنيو دلارښوونې قانون او په ټيکه د مځکو د اخيستلو د قانون په شمول د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې او د نارينه وو او ښځو د مساوات د پرمخبيولو په غرض قوانين شامل دي ٠

د ١٩٩٢ کال په اپريل د چين د ولسي جمهوريت له خوا د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين د قانون د صادريدو راهيسي ، د چين د ملي ولسي کانګرس دايمې کميټې د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې په باب ١٢ قوانين او ٢ فيصلې منظوري کړي دي مثلأ د کار قانون ، د کليوالانو د کميټې تشکيلاتي قانون ، د زړو کسانو د حقوقو او ګټو د تامين قانون ، د نفوسو او د کورنيو د لارښوونې قانون ، په کليو کي په ټيکه د مځکو د اخيستلو قانون او داسي نور ٠

په عين حال کي ، چين هم د انتخاباتو قانون ، جنايي قانون او د واده د قانون په شمول ٧ قوانين چه د ښځو د حقوقو او ګټو سره نژدي اړيکي لري اصلاح کړي دي ٠

دولتي شورا د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې په باب ٧ اداري مقررات او مربوطو څانګو هم ٩٨اړوند قواعد جوړ کړيدي ٠دغه راز مختلفو ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو هم د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين د قانون د تطبيق لپاره طريقې جوړې کړيدي ٠ د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين د قانون د تطبيق د پرمخبيولو لپاره

مختلفو مربوطو څانګو او ځايونو هم ځيني پاليسۍ جوړي او اسناد يي صادر کړي او په پراخه توګه يي په تبليغاتي فعاليتونو لاس پوري کړي دی چه له دی برکته د قوانينو له مخي د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتنې شعور په تدريجي توګه د خلکو په زړونو کي ځای نيولی دی ٠


1  2  3  4  5