CRI Online
بين المللی راکړی ورکړی

د چيني او خارجي ښځو د تبادلو عمومي حالات

له هغه وخت راهيسي چه د ١٩٩٥ کال په جون کي ، د چين د ښځو ملي اتحاديي د چين د لومړي غير حکومتي سازمان په توګه د م م د اقتصادي او ټولنيزې شورا هغه مقام تر لاسه کړ يعني د م م په کوچنيو او لويوغونډو کي يي د ګډون کولو اجازه واخيستله ، د چين د ښځو ملي اتحاديي په فعاله توګه د م م او بينالمللي ټولنې په څواړخيزو فعاليتونو کي ګډون کړي او د خپلو استازيو په ليږلو سره يي د م م په زياتو غونډو کي ، مثلا د بشري حقوقو د کميټې په غونډه ، د ښځو د مقام د کميټې په غونډه ، د ښځو د موضوعاتو په باب د م م په خاصه غونډه ، د ماشومانو د موضوعاتو په باب د م م په خاصه غونډه ، د دوامدار انکشاف د موضوع په باب د نړۍ په سرمشريزه غونډه او داسي نورو غونډو کي ګډون کړيدی ٠ په دي بهير کي ، د چين د ښځو ملي اتحاديي خپل اوازونه اوچت کړي او د نړيوالي سولې او د پرمختيايي هيوادونو د ګټو د ساتلو او د ګردې کرې د ښځينه چارو د پرمخبيولو لپاره يي خدمتونه تر سره کړيدي ٠

د چين د ښځو ملي اتحاديي د غير رسمي ديپلوماسۍ له غوره والي څخه پوره استفاده کړي او په بيلا بيلو درجو ، ساحو او شکلونو کي يي په خارجي تبادلو او همکاريو لاس پوري کړيدی ٠ اوس د چين د ښځو ملي اتحاديي د ١٥١ هيوادونو د ښځو او ماشومانو له ٧٠٠سازمانونو سره دوستانه روابط ټينګ کړي ، په پراخه توګه يي د م م او بينالمللي ټولنې په ښځينه چارو کي ګډون کړي او په کامياب ډول يي د ښځو څلورمه نړيواله غونډه ، د ښځو د نړيوالي غونډی نه وروسته د عملي تجربو تبادلوي غونډه ، د چين او اروپا د ښځو د موضؤعاتو په باب سيمينار ، د اسيا او ارام سمندر د سيمې د اقتصادي همکاريو د سازمان په اړوند د ښځينه مشرانو غونډه او داسي نورې لويي او څواړخيزې بينالمللي غونډې جوړي کړيدي ٠ برسيره پردی ، د چين د ښځو ملي اتحاديي د چين د ښځو او ماشومانو د خدمت لپاره هم په فعاله توګه د بينالمللي همکاريو پروګرامونه عملي کړي دي چه له دي برکته د چين د ښځو ملي اتحاديه په نړۍ کي يوه پراخه اغيزه لرونکي ښځينه سازمان ګرځيدلی دی ٠


1  2