CRI Online
عنعنوي طب

د چين د عنعنوي طب په باب حالت

د چين عنعنوي طب د اوږدي مودي د پرمختيا په تاريخ کې د واقعيتونو او تجربو د جمعبندي کولو له لارې په تدريجي توګه رامنځته شوي چه په دي صورت کې د چيني ملت ځانګړي خصوصيت لرونکي طبي سيستم ايجاد شوي دي ٠ د چين عنعنوي طب هم د چين د بيلا بيلو قومونو طب ګڼل کيږي چه په دي کې په عمده توګه د هان ، تبت ، مغول او ويغور د قومونو طب شامل دي ٠

له دي امله چه د هان قوم نفوس تر ټولو نه زيات دي ، نو د چيني عنعنوي طب په هکله د خان قوم د ژبي ليک دود تر ټولو نه مخکې رامنځته شوي او کلتوري تاريخ يي نسبتأ اوږد دي ، نو په نړۍ کې د هان قوم د عنعنوي طب اغيزه ډيره لويه ده ٠ په نولسمه پيړۍ کې چين ته د لويديځې نړۍ د طب د داخليدو او مروج کيدو نه وروسته د هان قوم طب د چين عنعنوي طب په توګه وګڼل شو ٠