CRI Online
د چين د طبي بوټو درملونه

د چين د طبي بوټو درملونه

د چيني بوټو درملونه په عمده توګه د نباتي ، ځناوري ، کاني درملونو او ځينو کيمياوي او بيولوژيکي درملونو څخه تشکيليږي ٠ د چيني بوټو د درملونو اختراعات او استعمالول په چين کې څو زره کلن تاريخ لري ٠ خو د چيني بوټو درملونه دغه کليمه نسبتأ ناوخت رامنخ ته شوې د ه ٠ له هغه وخت نه وروسته چه لويديځ درملونه چين ته داخل شول، د چيني بوټو درملونو او د لويديځو درملونو ترمنځ د فرق د جلاکيدو له پاره د چيني بوټو د درملونو کليمه رامنځته شوه ٠

د چيني بوټو د درملونو تاريخ

د چين په تاريخ کې هغه روايت رواج لري چه وايي د شين نوګ په نامه اصلاف د طبي بوټو درملونو د پيدا کولو له پاره سل ډول بوټې خوړلي او اويا ځل يي مسموم شوي دي ٠ له دي څخه څرګنده شوې چه د چين د طبي بوټو درملونه له طبيعيت او ناروغيو سره په اوږده مبارزه کې د خلکو له خوا تر لاسه او رامنځته شوي دي ٠

هان د سيا ، شان او جو د سلسلو په دورو کې ( د ميلاد نه د مخه ٢٥٦ م کال ) په چين کې د شرابو دوا او د ښوروا دوا رامنځته شوي وه ٠ لا د ميلاد نه د مخه په ٧٧١م کال کې په چين کې د درملونو په باب کتاب رامنځته شوي ؤ او د چين د عنعنوي طب د تيوري په باب اثار کې چه په چين کې يي تر ټولو نه لومړني دغسي کتاب ګڼل کيږي ، د ګرمي او يخني اړوندو ناروغيو د علاج په باب بيانات ليکل شوي دي چه دا د چين د عنعنوي طب د اساسي تيوري د رامنځته کيدو له پاره بنسټ کيښودلي دي ٠

د چنګ امپورطورې په دوره کې ( د ميلاد نه د مخه ٢٢١ کال __ ٢٢٠ کال ) د چين د طبي بوټو د پيژندنې په باب لومړي کتاب رامنځ ته شو چه په دي کتاب کې دري سوه پنځه شپيته ډولونه چيني طبي بوټې ليکل شوي دي ٠ دغه کتاب دچين د طبي بوټو د درملونو د پيژندني له پاره بنسټ کيښودلې دي ٠

د تان د امپوراطورۍ په دوره کې ( د ميلاد ٦١٨ کال __ ٩٧٠ کال ) د اقتصاد په پرمختيا سره د چين د طبي بوټو پيژندني نسبتأ لوي پرمختګ تر لاسه کړي ؤ ٠ د نوموړي امپوراطورۍ حکومت د تان د امپوراطورۍ د طبي بوټو په نامه کتاب اصلاح او جوړ کړي ؤ چه پکې اته سوه پنخوس ډولونه طبي بوټې ليکل شوي ؤ ٠

د مينګ د سلسلې په دوره کې ( د ميلاد ١٣٦٨م کال __ ١٦٤٤م کال ) د چين طبي کارپوه لي شه جن د اوه ويشت کلونو د کوششونو له لارې د چين د طبي بوټو د تفصيلات په باب يو ستر اثار ليکلي ؤ چه دغه اثار د چين د طبي بوټو داړوندو معلوماتو په هکله ډير ستر او مجموعي اثار ګڼل کيږي ٠ په دي کتاب کې يو زر اته سوه دوه نوي ډولونه چيني طبي بوټې ليکلي ؤ ٠

د ١٩٤٩ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه وروسته د چين د طبي بوټو په اړه د نباتاتو د پيژندنې ، د توپير پيژندني ، د کيمياوي پوهي، د درملونو د پيژندني او د ناروغۍ د تشخيص په ګډون د بيلا بيلو برخو په اړوندو څيړنو کې لويه پرمختيا تر لاسه شوې وه ٠ په ١٩٦١ کال کې د هيواد او د بيلا بيلو ځايونو د طبي بوټو په باب کتاب چاپ شوي دي ٠ په ١٩٧٧ کال کې د طبي بوټو لوي قاموس چاپ شو او په دي اساس د چين د طبي بوټو په باب هغه اړوند درملونه چه په کتابونو کې ليکل شوي ، څه د پاسه پنخو زرو اوو سوو اوه شپيتو قسمونو ته رسيدلي دي ٠

د چين د طبي بوټو منابع

چين يو داسي هيواد دي چه مساحت يي لوي ، جغرافيايي حالت يي پيچيلي او هوا يي ډير ه متغيره ده ، نو په دي وجه په چين کې ډول ډول او بيلا بيل ايکولوژيکي چاپيريال لري چه د طبي بوټو د ودې له پاره يي ښه زمينه برابره کړې ده ٠ اوس په چين کې څه د پاسه اته زره ډوله طبي بوټې کشف شوي چه په دي جمله کې څه د پاسه شپږ زره ډولونه يي تر استفادي لاندې راغلي دي ٠ اوس په نړۍ کې د طبي بوټو د قسمونو او شمير له لحاظ چين په نړۍ کې لومړي مقام نيسي او اړوند طبي بوټې يي د نړۍ څه د پاسه اتيا هيوادونو او سيمو ته صادرشوي دي ٠

د چين د طبي بوټو استعمال

د چين د طبي بوټو استعمال لرغوني تاريخ لري او د چيني ملت د پرمختيا او سمسورتيا له پاره يي ډير مهم رول لوبولي دي او تر اوسه پوري د خلکو د روغتيا د ساتنې په برخه کې ډير مهم مقام نيسي ٠ د چين د طبي بوټو زياتره برخه په طبيعي درملونو پوري اړه لري ، نو په نوموړو درملونو کې زهرجن مواد ډير لږ موجود دي ٠ دغه راز له دي امله چه په يو ډول طبي بوټې کې بيلا بيل ګټورعناصر موجود دي ، نو د ناروغيو د علاج په هکله موثر رول لوبولي شي او له بلې خوا د معقول جوړښت له لارې د چيني طبي بوټو ددرملونو موثريت لوړ او زهرجنه او منفي اغيزه يي ټيټه ښکاري ٠

د چين د طبي بوټو د درملونو استعمال د چين د عنعنوي طب د تيوري پر بنا او د علاج پر موثريت باندې ولاړ دي ، نو د علاج موثريت او رول يي د درملونو د ځانګړي خاصيت له خوا فيصله کيږي ٠ د چيني طبي بوټو د درملني خاصيت په عمده توګه د تودوخي او مزې له لارې ښکاره کيدل ٠ مثلأ په تودوخي يخني ، ګرمي ، برابر سوړوالي او برابر تودوالي ويشل شوي او مزه يي دتريو ، ترخه ، خواږه ، مرچ او مالګين څخه عبارت دي ٠ ددي له پاره چه د چين د طبي بوټو درملونه په ارام او موثره توګه تر استعمال لاندې راشي ، بايد د طبي بوټو د جوړښت ، تجويزونو ، اندازې او د خوړلو د تجويزونو په باب اساسي معلومات تر لاسه شي او د بيلا بيلو ناروغيو د مختلفو اړتياوو او د نوموړو درملونو د بيلا بيلو خصوصيتونو سره سم درملونه انتخاب شي ٠

د چين د طبي بوټو د درملونو پرمختيا

په راتلونکي کې به د چين د طبي بوټو د درملونو د څيړنې په کارونو کې بايد د طبي بوټو د درملونو د عنعنوي توليدي تجربو پر اساس د غوره تخمونو د روزني او دزياتو وحشي طبي بوټو او له خارج نه د وارد شويو څه د پاسه شلو ډولونوطبي نباتاتو د کرلو او په تيره بيا د اړوندو تخمونو د له منځه وړلو د مخنيوي او د نويو منابعو د پلټنې کارونو ته مهم اهميت ورکړي شي ٠