CRI Online
سوزني طب

سوزني طب

سوزني طب د چين د عنعنوي طب يوه مهمه برخه تشکيلوي او څه د پاسه څو زره کاله تاريخ لري ٠ په لومړنيو وختونو کې سوزني طب يوازي د علاج يوه وسيله ګڼل کيده او وروسته د پرمختيا په بهير کې يي يو ډول علم ګرزيدلي دي ٠ ( د ښي خوا تصوير د سوزني برخه ايزه نقشه ده )

په لومړنيو وختونو کې د سوزني اصلي ستن له ډبرو څخه جوړه شوي وه چه د دغه ډول ستن رامنځته کيدل له ننه نه تقريبأ له اتو زرو کالو نه تر څلورو زرو کالو پوري دي ٠ وروسته د ميلاد نه د مخه ( ٧٧٠ کال __ ٤٧٦ کال ) په چين کې د سوزني مسلکي ډاکتر رامنځته شوي دي ، د اړوندو اسنادو له مخې په هغه وخت کې نامتو ډاکتر هوان د ناروغۍ د علاج په وخت کې د سوزني مهارت استعمال کړي ؤ ٠

د سي هان د سلسلې په دوره کې ( د ميلاد د مخه ٤٧٦ __٢٥ کال ) د اوسپنو د ويلي کولو د تخنيکونو په پرمختيا سره د فلزاتو څخه د ستني جوړول مروج شول ٠په دي وخت کې د ډبرو سين پر ځاي فلزي ستن تر استفادي لاندې راغلي ؤ او د درو مملکتونو په دوره کې د سوزني د علاج په باب يو مکمل اثار رامنځته شوي او د ميلاد په ٢٥٦ م کال او ٥٨٩م کال کې د سوزني طب په باب اثارونه په ښکاره توګه زيات شوي دي ٠ دغه راز په دي دوره کې اړوند مهارتونه يي هم کوريا ، جاپان او نورو هيوادونه ته خپاره شوي دي ٠

د چين د سوي تان د سلسلو په دوره کي ( ميلادي کال ٥٨١-٩٠٧ کال ) سوزني طب لوي پرمختګ تر لاسه کړي او يو يو ډول خاص علم يي ګرزيدلي ؤ ٠ په شپاړلسمه پيړۍ کې د چين سوزني طب اروپا ته خپور شو ٠

په ١٩٤٩ کال د نوي چين د جوړيدو نه وروسته په چين کې د سوزني طب په چارو کې ډيره پرمختيا ترلاسه شوې ده ٠ اوس په ټول هيواد کې د چين د عنعنوي طب په څه د پاسه دوو زرو روغتونونو کې د سوزني طب څانګې شته ٠ دغه راز په چين کې د بدن د بيلا بيلو جهازونو ترمنځ د هماهنګۍ، د درد د کمولو ، دناروغۍ د مقاومت د اوچتولو او د نورو بيلا بيلو اړوندو څيړنو په هکله کې د سوزني مهارتونو د استعماليدو په برخه کې ډير ارزښناکې تجربي تر لاسه شوي دي ٠