CRI Online
مساژ کول

مساژ کول

د چين په عنعنوي طب کې په ټاکل شوي لورې د لاسونو ، پښو، يا وزر په واسطه د خاصو مهارتونو له لارې د ناروغيو علاج کولو ته مساژ وايي ٠

د مساژ کولو اساسي طريقه

مساژ کول د چين د عنعنوي طب د تيورۍ پر بنسټ باندې ولاړ دي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره د ځينو ناروغيو د علاج له پاره درملونه په کار نه دي ٠ لکه د غاړې او ملا د مهرې ناروغۍ د مساژ له لارې د علاج ښه موثريت تر لاسه کولاي شي ٠

د مساژ کولو مهارتونه منظم دي او خپل تجويزونه لري ٠ د مساژ کولو په وخت کې عمومأ په لاسونو او پښو يا د نورو اړوندو وسائلو په واسطه تر سره کيږي ٠ په دي هکله مهارونه يي ډير دي دغه ډول مهارت د روغتيا د ساتنې او د هډوکې د ناروغۍ او د بدن د ځينو بهرنيو برخو د دردوالي د علاج له پاره ډير ګټور دي ٠

د مساژ کولو رول او موثريت

د مساز کولو رول او موثريت په دي ډول دي

لومړي د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان د بدن د بيلا بيلو جهازونو د کارونو نا هماهنګۍ د ځينو ناروغيو د رامنځته کيدو سبب کيږي ٠ په دي هکله د مساژ په واسطه د علاج له لارې نوموړي نا هماهنګۍ ليري کيداي شي څو چه د بيلا بيلو بدني جهازونو ترمنځ نوي هماهګۍ رامنځته شي او روغتيا وساتل شي ٠

دوهم د چين د عنعنوي طب د تيوري سره سم د انسان په بدن کې حياتي انرژۍ او وينه د انسان د ژوند د ساتنې عمده مواد تشکيلوي ٠ که د حياتي انرژۍ او وينې دحرکت جريان بند يا نا مناسب شي ، ناروغۍ به رامنځته شي ٠ نو د مساژ کولو په واسطه د علاج له لارې د بدن د حياتي انرژۍ او وينې د انتقاليدو جريان په عادي توګه صورت مومي ٠

دريم د پوستکې مساژ کول د ويني د جريان د چټکتيا له پاره ګټه لري ٠ نو ويل کيږي چه مساژ کول د بدن د داخلي چهازونو او بهرنيو برخو د ځينيو ناروغيو د علاج له پاره ټول موثريت لري