CRI Online
د ملی اقليتونو طب

د قومي طب حالت

د چين په عنعنوي طب کې نه يوازي د هان قوم طب ، بلکه د بيلا بيلو اقليتونو طب هم شامل دي ٠ د چين د بيلا بيلو ملي اقليتونود ځانګړي پرمختيا په بهير کې د مختلفو سيمه ايزو خصوصيتونو ، کلتور او نورو عواملو تر تاثيراتو لاندې خپل خصوصيت لرونکي طب رامنځته شوي دي چه په دي کې د تبتي قوم طب ، د مغولي قوم طب ، د ويغوري قوم طب ، د کوريايي قوم طب ، د جوان قوم طب ، د داي قوم طب ، د يي قوم طب ، او د مياو ، لا ګو، ار لون چون او نورو قومونو طب شامل دي ٠

له دي امله چه د بيلا بيلو ملي اقليتونو تاريخ او کلتور يو شان نه دي ، نو د طبي چارو په بيلا بيلو برخو کې ترلاسه شوي پرمختياوي هم بيلا بيلي دي ٠ مثلأ ځينو ملي اقليتونو خپلي خاصي طبي تيور ي درلودې ، په ځينو ملي اقليتونو کې خاص او ارزښناک اړوند طبي اثار ساتل شوي او د ځينو ملي اقليتونو اړوند ځانګړې طبي مهارتونه د وګړو په منځ کې مروج شوي دي ٠

بر سيره پر دي ځينو ملي اقليتونو د خپلو طبي چارو د پرمختيا په بهير کې پرته د خان قوم اړوندې تجربې د اخستلو نه له بهرنيو هيوادونو نه ځيني ګټور طبي مهارونه هم راجلب کړي دي ٠ لکه د تبتي قوم طب د پرمختيا په تاريخ کې نه يوازي له خان قوم نه ، بلکه له هند نه ځيني لرغوني طبي پوه هم تر لاسه کړي ده ٠ د مغولي قوم طب هم د خان قوم او هم له روسيي نه اړوند طبي مهارتونه او پوهې راجلب کړي دي ٠


1  2  3  4  5  6  7