CRI Online
د چين سلطنتی سلسلې

تاريخ شيا— د چين په تاريخ کښی لومړی سلطنت

د ( شيا) سلطنت د چين په تاريخ کښی لومړنی دولت و چه تقريباٌ د ميلاد نه دمخه له ٢١ می پيړی نه د ميلادنه دمخه تر١٦ می پيړی پوری يی ٥٠٠ کاله تاريخ وساته او ١٧ پاچايانو پکښی خپل تسلط ټينګ کړ ٠ د( شيا ) ساحه د اوسنی ( شان سی ) ولايت په جنوب او د ( هه نان ) ولايت په لويديځ کښی وه ٠

د ( شيا) سلطنت مؤسيس ( دايو ) نوميده چه د سيلابونو د له منځه وړلو اود درياب د تنظمولو په هکله يو لوی قهرمان ؤ ٠ د روايت له مخی په هغه وخت کښی د ژيړ له سيند څخه به تل سيلابونه راوتل او خلکو ته به يی د سرو مال لوي تاوانونه رسول ٠ ( دا يو ) د ژيړ سيند د ښه اداره کولو په هلو ځلو کښی خپل خلک د سيلابو له سختو کړاوونو او غمونو څخه بچ کړل ٠ نو د خلکو پوره ملاتړ يی ترلاسه کړ او په پای کښی په دی سيمه کښی يی د ( شيا ) سلطنت جوړ کړ ٠ د ( شيا ) سلطنت جوړيدنه يوه هغه علامه بلل کيده چه د تاريخ په اوږدو کښی لومړنی اصلی ټولنه بالاخره د شخصي مالکيت د ټولنی له خوا له منځه يووړله شوه ٠ او چين له دی نه وروسته د غلامۍ په ټولنه کښی داخل شو ٠

د ( شيا) سلطنت په وروستنی دورو کښی په شاهی کورنی کښی سختی سياسی ګډوډۍ راپيښی شوی او طبقاتی تضادونه يی هم مخ په شديديدو ؤ ٠ خصوصاٌ د ( شيا ) وروستنی پاچا ( جيې ) د سياسی واک د ترلاسه کولو نه وروسته د دولتی چارو د ښه اداره کولو په باب هيڅ فکر ونه کړ او يوازی په شاندار او لوکس ژوند کښی يی د دولت بی شميره پيسی خوشی لګولی ، له خپلی معشوقی ملکی (موه ) سره يی په شرابونو ، موزيک او سندرواو نڅاوو کښی شپی او ورځی تيرولی او د خلکو مشکلاتو او ستونزو ته يی هيڅ توجه ونه کړه ٠ که کوم وزير به ور ته نصيحت کاوه ، هغه به يی وواژه ٠ نو دده بی رحمه او ظالمانه تسلط د( شيا )په سلطنت کښی د مختلفو ملوک الطوائفو د سخت نفرت او قوی خيانت سبب شو ٠ په دی وخت کښی د ملوک الطوائفانو له ملکونو څخه يو ملک چه ( شانګ ) نوميده پر ( جيی ) باندی بريد وکړ او او د سختو او خونړيو جګړو نه وروسته يی بالاخره د ( جيې ) پر پوځيانو باندی غلبه وموندله ٠ پاچا( جيې ) له خپل مرکز نه وتښتيدو او په پای کښی د نان چاو په ځای کښی مړ شو٠ په دی وجه د( شيا) سلطنت له منځه لاړ ٠

د ( شيا) سلطنت په باب تاريخی اسناد لږ دی ٠ او ددی موضوع په باب چه ايا په تاريخ کښی د ( شيا) سلطنت موجود و او که نه ؟ لا تر اوسه د تاريخ پوهنی په ساحه کښی پری بحث روان دی ٠خو د چين په مشهور تاريخی کتاب يعنی د تاريخي يادداشت په نامه لوی کتاب کښی چه د لويديځ ( هان )په سلطنتی دوره کښی د سه ما چيان له خوا وليکل شو ، د( شيا ) سلطنتی دوری په باب په څرګنده توګه د( شيا) پادشاهی بيوګرافی وليکله شوه ٠ لرغون پيژندونکی هم هيله لری چه د تاريخ پيژندنی له لاری د ( شيا ) سلطنت مادی او فرهنګی اثار ترلاسه کړی څو چه د( شيا ) سلطنت اصلی څيره د خلکو په وړاندی راښکاره کړی او تاريخی مقام يی بيا ټينګ کړی٠ په ١٩٥٩ م کال کښی د چين لرغون پيژندونکو د( شيا ) د سلطنتی کنډوالی د پتی په باب تحقيقات او پلټنه وکړه او په دی توګه د( شيا ) د ثقافت د پلټنی پرده يی پرانستله ٠ اوس زيات شمير پوهانو دا نظريه څرګنده کړه چه د ( اړ لی تاو ) په نامه قديمی کلتور چه د ( هه نان ) ولايت د ( ايان شه ) په سيمه کښی پروت او د ( اړ لی تاو ) کنډواله نوميږی د( شيا) د سلطنتی کلتور د پلټنی عمده هدف دی ٠ د څيړنی له مخی دغه کلتور تقريباٌ د ميلاد نه دمخه په ١٩٠٠ م کال کښی ساتل شوی و چه وخت يی د( شيا ) د سلطنتی دوری سره برابر و ٠ اوس که څه هم پوره څرګند اسناد نه دی ترلاسه شوی چه د ( اړ لی تاو ) کنډواله د( شيا) سلطنت فرهنګ دی ، خو د پيدا شويو غنی تاريخی موادو څخه په قوی توګه د ( شيا) سلطنتی کلتور د پلټنی کار پرمخ بوتلل شو ٠

د ( اړ لی تاو ) له کنډوالی څخه راکښل شوی توليدی الی اکثری ډبرينی الی دی او په هډوکو او صدفونو څخه جوړ شوی سامان الات لاهم تر استفادی لاندی ؤ ٠ د ځينو کورونو پر بنسټ ، خاورينو تونلونو او د هديری پر ديوالونو باندی په لرګينو الو د کار کولو نښی نښانی ليدل کيږی ٠ په هغه لرغونی زمانه کښی به زحمتکښو خلکو ددی ساده الو په استفادی سره په خپل عقل او هوښيارۍ سيندونه تنظيمول ، مځکه به يی يوی کوله او زراعتی چاری به يی پرمخبيولی ٠ که څه هم تر اوسه پوری د( شيا) سلطنت په کنډواله کښی نسبتاٌ لوی شنه برونزی سامان الات نه دی پيدا شوی ، خو له ميسو څخه جوړ شوی توری او نوری وسلی ، توليدی الی ، او د ژوندانه سامان الات ليدل کيږی ٠ په عين وخت کښی د ميس د ويلولو کارخانی ، د کلالی ټوټی ، برونزی ټوټی او د ديګونو ټوټی پيدا شوی دی ٠ علاوه په دی په عالی مهارت حکاک شوی هنری يشمونه ، په قيمتی ډبرو ايښودل شوی رنګارنګ ښکلی شيان او ډبرين موسيقی الات هم له دی کنډوالی څخه راکښل شوی دی ٠ او له دی نه څرنګده شوی ده چه په دی دوره کښی د لاسی توليداتو تخنيک او مهارت نور هم پرمختګ موندلی او تخنيکی کسبونه يی هم منځ ته راغلی ؤ

په لرغونی اسنادو کښی زياتی د توجه وړ خبری د( شيا ) د سلطنتی جنترۍ د قانون په باب وې ٠ د ( دادای ) په يادداشت کښی د ( شيا) په باب د وړوکی تصديق په برخه کښی ساتل شوی جنترۍ د( شيا ) د جنترۍ د ټاکلو په باب يو مهم تاريخی سند بلل کيږی ٠له دی نه څرګيده شوی ده چه په هغه زمانه کښی خلکو په اسمان کښی د لويی څمڅی په شکل د اوو ستورو د حرکت د لوری په وسيله مياشت وټاکله چه دا په چين کښی تر ټولو نه وختی د جنتری قانون بلل کيده ٠ په دی سند کښی د ( شيا ) د جنترۍ د ١٢ مياشتو د برابرۍ سره سم په نوبت سره په هره مياشت کښی د ستورو او هوا د بدلون ، د دنيا د موجوداتو ، زراعتی چارو او سياسی فعاليتونو د څرنګوالی په باب حالات او معلومات ثبت شوی او په يوی اندازی سره د( شيا ) په سلطنتی دوره کښی د کرهنی د توليدی انکشاف سويه ور څخه منعکسه شوی ده او د چين په ډير لرغونی تاريخ کښی نسبتاٌ قيمتی او نادر علمی پوهنه ساتل شوی ده ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11