CRI Online
د چين تاريخ په باب مشهور کتابونه

د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په نامه کتاب

د ( سوين ) باباد نظامی هنر په نامه کتاب د چين په لرغونی تاريخ کښی تر ټولو نه لوی نظامی تيوريکی اثر دی او هم د چين له هغو اغيزه ناکو تاريخی اثارو څخه شميرل کيږی چه په نړۍ کښی يی زيات شهرت موندلی دی ٠ په دی کتاب کښی ذکر شوی ستراتيژيکی او فلسفی مفکوری په پراخه توګه په نظامی ، سياسی او اقتصادی ساحو کښی استعمال شوی دی ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په باب کتاب د ٢٥٠٠ کالو نه مخکښی وليکل شو چه په نړۍ کښی لومړنی نظامی تيوريکی اثر بلل کيږی ٠ او دغه کتاب له هغه جنګی کتاب څخه چه د اروپايی شخصيت ( کلاوسيويڅ ) له خوا وليکل شو ، ٢٣٠٠ کاله دمخه رامنځ ته شو ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په باب د کتاب ليکوال ( سوين وو ) نوميده چه د چين د ( پسرلی ) او ( منی ) په لرغونی تاريخی دوره کښی يو لوی نظامی پوه و ٠ او په تاريخ کښی چينايانو هغه په درناوۍ سره د عسکری حکيم او يا نظامی حکيم په نوم باله ٠ په هغه وخت کښی ( سوين وو ) د جنګی افتونو څخه د ځان د ژغورلو دپاره د( و ) نومی ملک ته لاړ ٠ وروسته د( و ) ملک د پاچا له خوا هغه د لوی جنرال په توګه مقرر شو ٠ جنرال ( سوين وو ) د( و ) ملک د ٣٠ زرو تنو عسکرو په جنګی قوت د ( چو ) ملک ٢ لکه تنه پوځيان پوپنا کړل چه مختلف ملکونه ور څخه ډير حيران شول او هغه هم د ملکونو په منځ کښی خپل نظامی مقام ټينګ کړ ٠ جنرال ( سوين وو ) د تيرو زمانو د جنګی تجربو او درسونو په راغونډولوسره د نظامی هنر په نامه دغه خاص کتاب وليکه ٠ او په دی کتاب کښی يی يو لړ عمومی نظامی قوانين وښودل او په دی توګه يی يو مکمل نظامی تيوريکی سيستم وړاندی کړ ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په باب دغه کتاب له ١٣ مقالو څخه عبارت دی او په هره مقاله کښی هغه د يوی موضوع په باب خپله نظريه څرګنده کړه٠ د بيلګی په توګه د تاکتيک په باب مقاله کښی هغه د دی موضوع په باب زيات توضيحات وکړل چه جګړه په کوم پس منظر کښی رامنځ ته کيږی ؟ په دی مقاله کښی يی دا په ګوته کړه چه جګړه د سياست او اقتصاد سره زياتی او نژدی اړيکی لری او په دی بنسټ هغه د سياست ، هوايی حالاتو ، جغرافيايی مؤقعيت ، قوماندانانو او جنرالانو او قانونی نظام په شمول د جګړی د بری او ناکامی فيصله کوونکی ٥ اساسی عوامل وړاندی کړل ٠ او دده په نظر له دغو ٥ عمده وو عواملو څخه سياسی عامل ترټولو نه مهم دی ٠ د جګړی په باب مقاله کښی هغه د جنګی طريقو په باب زيات وليکل ٠ او د حمله کولو په باب مقاله کښی يی په دی باب زيات وليکل چه په څرنګه نيرنګونو سره پر دښمنانو باندی حمله ترسره کيږی ٠ دده په نظر بايد په کوچنی قربانۍ سره لوی بری وموندل شی يعنی بايد کوشش وکړی شی چه بی له جګړی نه بری ترلاسه شی ، بی له سخت بريد نه د دښمن ښار ونيول شی او بی له اوږدی جګړی نه دښمنان پوپنا کړی شی ٠ او ددی مرام د ترسره کولو دپاره هغه په تاکيد سره وويل چه بايد د هوښيارۍ او عقل په اتکا او د غوره تاکتيک په عملی کولو سره بری ترلاسه شی ٠ هغه وويل چه په نظامی هنر کښی ترټولو نه لومړی ټکی سياسی تاکتيک دی ٠ وروسته ديپلوماتيکه طريقه ، بيا وروسته د زور په واسطه بری ترلاسه کول او په پای کښی د دښمنانو پر ښارونو باندی سخته حمله ٠ که قوماندان وغواړی د دښمنانو پر ښار باندی حمله وکړی نو بايد تر ټولو نه مخکښی نه يوازی پر خپل جنګی طاقت باندی ښه پوه شی بلکه بايد د دښمنانو د جنګی قواوو په باب پوره معلومات ترلاسه کړی ٠ د جاسوسی فعاليتونو په باب مقاله کښی ( سوين وو ) دی ته ګوته ونيوله چه جاسوسان د دښمنانو د پراخو استخباراتو د ترلاسه کولو دپاره مهم رول لوبوی ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په باب اثر کښی زيات شمير باارزښته فلسفي مفکوری شاملی دی ٠ مثلاٌ پر خپل ځان او دښمن باندی په ښه پوهيدو سره په هره جګړه کښی بری ترلاسه کيږی ٠ او دغه اصطلاح اوس د خلکو په منځ کښی خوله په خوله ګرځی ٠ د ( سوين ) بابا په دی نظامی کتاب کښی غنی ديالکتيکی مفکوری پيدا کيږی ٠ په دی کتاب کښی د جګړی په اړه د يو لړ تضادونو تر منځ د مقابله کيدو او يو د بل خوا ته د بدليدو د موضوع په باب زياتی څيړنی وشوی ٠ مثلاٌ د ځان او دښمن ، ذهنی او عينی حقيقت ،عموميت او يوازيتوب ، قويوالی او ضعيفوالی ، حمله او سانته ، بری او ناکامی ، ګټی او تاوان تر منځ د مقابلی او انتقال په باب ٠ د ( سوين ) بابا د نظامی هنر په دی کتاب کښی د دغو اختلافونو د رامنځ ته کولو او د يو بل د بدلولو د شرايطو په باب د زياتو تحقيقاتو پر بنسټ د جګړی ستراتيژی او تاکتيک وړاندی شوی دی چه په دی بهير کښی را څرګندی شوی ديالکتيکی مفکوری د چين د ديالکتيکی ذهنی پرمختګ په تاريخ کښی مهم مقام ټينګ کړی دی ٠ په دی نظامی کتاب کښی د جګړی کولو او په جګړه کښی د نظامی دسيسو د جوړولو په باب موضوعاتو باندی زيات تشريحات ورکړل شول او داسی نظامی نيرنګونه يی په بيلا بيلو تاريخی دورو کښی د نظامی پوهانو له خوا تر زياتی استفادی لاندی راوستل شول ٠ علاوه په دی په دی کتاب کښی ليکل شوی نظامی تاکتيک او کيسی د متل په توګه په ګرد چين کښی حتی د ښځو او زړو وړو په منځ کښی پيژندل او ويل شوی دی ٠

د( سوين ) بابا د نظامی هنر په باب کتاب کښی دقيقی او جدی پوځی او فلسفي مفکوری ، ژور تيوريکی منطقی او قوی بدليدونکی ستراتيژی او تاکتيکونه دغه راز د خلکو له خوا وار په واره د لوستلو نه وروسته تر لاسه شوی ډول ډول نوی الهامونه د نړۍ په نظامی فکری ساحه کښی هم پراخه اغيزه لری چه په نړۍ کښی خورا زيات عالی مقام او شهرت يی ګټلی دی ٠ دغه کتاب د انګليسی، روسی ، جرمنی او جاپانی ژبو په شمول په ٢٩ ژبو ترجمه شوی او په ګرده نړۍ کښی د دی کتاب په اړه زر ګونه مجلی چاپی شوی دی ٠ او د ځينو هيوادونو په نظامی پوهنتونونو او ښوونځيو کښی دغه کتاب د درسی کتاب په توګه استعماليږی ٠ د خبر له مخی په ١٩٩١ م کال کښی د خليج په جګړه کښی متحاربو خواوو د ( سوين ) بابا په دی نظامی کتاب باندی زياتی څيړنی وکړی او د دغه لوی شخصيت د پوځی مفکوری څخه په استفادی سره يی د جګړی لارښوونه وکړه ٠ دغه راز په ټولنيزو او تجارتی ساحو کښی هم له دی مفکوری څخه ښه استفاده کيږی ٠او زيات شمير چينايی او خارجی سوداګرانو د ( سوين ) باباد نظامی مفکوری سره سم د تصديو په اداره کولو او د خپل بازاری مقام په اوچتولو کښی ګټی ترلاسه کړی دی ٠ نو په دی توګه له نظامی هنر څخه تجارتی استفاده کول اوس مثبت رول لوبوی ٠


1  2